نی: ځېنې رسنۍ مذهبي مسایلو ته لمن وهي

د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نۍ مسوولانو د دوشنبې پر ورځ کابل کې یوې خبري غونډې رسنۍ د څلورم ځواک په توګه په هېواد کې د ملي یووالي په برخه کې مهمې وبللې ټینګار یې وکړ، چې رسنۍ باید په هېواد کې د نافذه قوانینو پر بنسټ خپل فعالیتونه تعقیب کړي.

 د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نۍ اجرایوي رییس مجیب خلوتګر وویل، چې په هېواد کې وروستیو پېښو په ځانګړې توګه د الزهرا جومات د پیښې په اړه خبري پوښښ په ډاګه کړه، چې ځېنې نړیوالې او ملي رسنۍ د قانون خلاف مذهبي مسایلو ته لمن وهي او مذهبي او سمتي شخړو ته لاره جوړوي.

خلوتګر خبرداری ورکړ، که رسنۍ د هېواد نافذ شوي قوانین په پام کې ونه‌نیسي او قومي مذهبي مسایلو ته لمن ووهي؛ نو افغانستان کې به هم د سوریې او عراق په شان د مذهبي جګړو  ډګر وګرځي.

په ورته وخت کې یو شمېر خبریالان هم د نی ادارې ادعاوې تاییدوي، وایي چې په هېواد کې داسې رسنۍ چې قومي او مذهبي مسایلو ته لمن وهي، چې د رسنیو دا ډول غیرمسلکي چلن ملي یووالۍ له ګواښ سره مخوي.

ازادې خبریالې زینب فرهمند سلام وطندار ته وویل، چې رسنۍ باید په خپل بې‌پریوال حالت ولاړې وي او له هر ډول موضوع سره مسلکي برخورد وکړي.

له خصوصي رسنۍ سره خبریال فضل‌هادي حمیدي ټینګار کوي، چې پېښو ته باید د مسلک او انسانیت له زاويې وکتل شي او داسې پوښښ ورنه‌کړل شي، چې په لوی لاس قومي او مذهبي ناندرۍ راپورته کړي.

دوی وړاندیز کوي، رسنۍ باید د نفاق اچولو پر ځای د خلکو ترمنځ واټن راکم کړي او ملي یووالي ته کار وکړي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادرې چارواکي وایي، د هغو رسنیو پر وړاندې چې مذهبي مسایلو ته لمن وهي؛ اسناد او ثبوت لري او لومړی د یو مکتوب له لارې خبردارې ورکوي، چې له‌دې کاره لاس واخلي؛ که سمون په‌کې رانه‌غی؛ بیا دې موضوع ته د حکومت له لارې حل ګوري، چې په هېواد کې د مذهبي جګړې د رامنځ ته کېدو مخه ونیسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام