په کندوز کې د قتل او ترور پېښې زیاتې شوي

تېره اوونۍ په کندوز ښار کې په مرموز ډول ۷ تنه وژل شوي دي.

د کندوز ولایت اوسېدونکي وايي، چې په ښار کې د ترور او قتل پېښو زیاتوالي له وېرې د شپې له‌خوا د کورونو نه شي وتلی.

تېره شپه د کندوز ښار لومړۍ حوزې په سیمه کې یو ځوان ووژل شو او له دې پېښې درې شپې مخکې یوه ډله ناپېژنده وسله وال یو کورته ورغلل او ۲ ځوانان یې ووژل.

دغه راز له دغو پېښو پنځه شپې مخکې ۲ پولیس په ښار کې ترور شول او ۲ تنه نور د نامعلومو کسانو له‌خوا ووژل شول.

د کندوز ولایتي شورا رییس غلام رباني رباني وايي، د دې ولایت امنیتي حالت د اندېښنې وړ دی.

دی وايي، له طالبانو سربېره خلک له نامسوولو وسله والو هم اندېښنه لري.

د کندوز امنیې قوماندان عبدالحمید حمیدي بیا په ښار کې هدفي وژنې ردوی او وايي، زیاتره دغه پېښې له ټولنیزو او اقتصادي جنجالونو سره تړاو لري.

دی وايي، تراوسه یې د دغو پېښو په تړاو څو تنه نیولي دي او له دوی څخه پلټنې کېږي، چې تر څو د دغو پېښو ټول عاملین ونیول شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام