د انګلیستان په کوربتوب په ۸ پړاو چمپینزټرافي سیالیو کې په کمینټرۍ بوخت د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي کمارسنګاکارا د خپل مسلکي کرېکټ۱۰۰ سلیزه هم پوره کړه.
د انګلیستان "کیا اوول" وېبپاڼې د راپور له مخې، وروسته له هغې چې سریلانکایۍ کرېکټ ملي لوبډله د روان جام په وروستۍ ګروپ سیالۍ کې د پاکستان له خوا ماتې سره مخ شوه، دا لوبډله له مخکې تګ پاتې شوه؛ سنګاکارا هم د انګلیستان کورني کرېکټ لوبو ته دوام ورکړ.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، سنګاکارا د سري لوبډلې په ګټه د انګلیستان په رویل لندن پنځوس اوریزه کرېکټ سیالیو کې د هیډنګلي په میدان کې د یورکشایر لوبډلې خلاف دغه سلیزه جوړه کړه، چې تراوسه دغه کارنامه د ګوتو په شمار لوبغاړو ترسره کړې ده.
د نوموړي د ۱۲۱ منډو په وسیله سري لوبډلې سیالې یورکشایر لوبډلې ته د ۲۴ منډو په توپیر ماته ورکړه.
د سري لوبډلې په دې بریا سره یاده لوبډله په روانو ۵۰ اوریزه سیالیو کې د رویل لندن سیالیو نیمه پاې لوبو ته هم ورسېدله.
دغه سریلانکایي لوبغاړي چې په ۲۰۱۵ کال کې یې نړیوال کرېکټ سره مخه ښه کړې وایي، د سږ کال سیالۍ یې د مسلکي کرېکټ وروستی فصل دی.
سنګاکارا اوسمهال ۳۹ کاله عمر لري، چې ترواسه یې په خپل ټول مسلکي کرېکټ کې ۴۵ زره او ۵۲۹ منډې جوړې کړي دي او د کرېکټ نړۍ یو بهترینه لوبغاړی شمېرل کېږي.
چپ لاسی وېکټ کېپر بېټسمین کمارسنګاکارا اوسمهال په پنځوس اوریزه لوبو کې ۳۹ او په فرسټ کلاس کرېکټ کې ۶۱ سلیزې په خپل نوم ثبت لري.
سنګاکارا اوسمهال په ټیسټ کرېکټ کې په ۱۲ زره ۴۰۰ منډو پنځم مخکښ بېټسمین او په ۵۰ اوریزه نړیوالو سیالیو کې د هندي سچن ټنډولکر وروسته په ۱۴ زره ۲۳۴ منډو د کرېکټ نړۍ دویم مخکښ بېټسمین دی.
کمار سنګاکارا په ۱۹۹۷ کال کې د سریلانکا "ننډیسکرېپټز" کرکټ کلب لپاره سیالۍ پیل کړې او په ۲۰۰۰م کال کې یې د سریلانکا لهپاره د لوبېدو ویاړ ترلاسه کړ.