په تخار کې زورواکو له ۳۸۰ جریبو زیاته ځمکه غصب کړې‌ده

سلام وطندار ته د رسېدلو لاسوندونو پر بنسټ د تخار ولایت د ینګې‌کلا ولسوالۍ د پولیسو پخواني امنیه قوماندان ملک‌احمد تاتار یو شمېر کسانو په‌دې ولسوالۍ کې شاوخوا ۳۸۰ جریبه دولتي ځمکه غصب کړې‌ده.

د تخار ولایت د عدلیې ریاست د دولت قضایاو د مدني کمېټې امریت په "۱۳۹۵/۱۱/۱۴" تاریخ په "۱۸۳۴" ګڼې مکتوب کې لیکلي دي: «د ینګې‌کلا ښاروالۍ اړوند ۳۸۰ جریبه موازي ځمکه چې د ملت بابا د حکومت پر مهال د میرولي جان له‌خوا د ینګې‌کلا ښاروالۍ ته ورکړل شوې‌ده او هر کال په اجاره ورکول کېږي … په موجوده جاري کال کې د قوماندان عبدالشکور له‌خوا چې د میرجهانګیر زوی دی غصب شوې‌ده. د دغې ځمکې عواید د عبدالشکور له لوري راټولېږي او په شخصي ډول یې مصرفوي.»

د ینګې‌کلا ولسوالۍ د پولیسو قوماندان نجیب‌الله فرخاري وايي، داسې اسناد ورسره دي، چې د ملک‌احمد تاتار قوماندان عبدالشکور د میرجهانګیر زوی سلګونه جریبه دولتي ځمکه غصب کړې‌ده.

د فرخاري په خبره، د موجودو لاسوندونو پر بنسټ تاتار په غصب شویو ځمکو د استوګنې ښارګوتي شروع کړي‌دي.

د تخار د والي ویاند سنت‌الله تیمور سلام وطندار ته وویل، چې ملک‌احمد تاتار نامسووله وسله‌وال دی او دغه راز د ځمکو غصب او د نشه‌يي توکیو په لېږد کې هم لاس لري.

د تیمور پر وینا، دولتي امکاناتو او نظامي تجهیزاتو ته د ملک‌احمد تاتار د لاس رسي موضوع په پلازمېنه کې له لوړپوړیو چارواکیو سره شریکه شوې‌ده او په‌دې اړه باید د کورنیو چارو وزارت پرېکړه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ځای‌ناستی ویاند نجیب دانش وايي، چې په تخار ولایت د دولتي ځمکو غصب له کیسې خبر دي؛ خو د قضیې د څرنګوالي په اړه باید د تخار ولایت له پولیسو پوښتنه وشي.

تېر کال د کورنیو چارو وزارت له لوري په "۱۳۹۵/۱۰/۲۲" تاریخ کې "۱۸۰" ګڼه مکتوب ورلېږل شوی‌و، چې د تخار ولایت د ینګې‌کلا ولسوالۍ د پولیسو پخوانی امنیه قوماندان ملک‌احمد تاتار د "ځمکو په غصب، وژنو، جنسي تېريو، د نشه‌يي توکیو په قاچاق او لسګونو نورو جنایتونو تورن" ښودل شوی‌و او په هغه ‌کې راغلي وو، چې نوموړي د ینګې‌کلا امنیې قوماندانۍ ټول امکانات له ځانه سره وړي دي او له دولتي امکاناتو او تجهیزاتو په بېلابېلو مسایلو، د ناامنۍ او قاچاق د عواملو په توګه یې کاروي.

د ینګې‌کلا ښاروال نذرالله هم د دولتي ځمکو د غصب موضوع مني؛ وايي، چې درې کاله پخوا د ملک‌احمد تاتار وسله‌والو کسانو دغه ځمکې غضب کړې‌دي او د غصب شوې ځمکې ټولټال ۳ میلیونه افغانۍ کلني عواید خپلو شخصي جیبونو ته اچوي.

خو ملک‌احمد تاتار وايي، چې یوه نومره ځمکه هم نه‌لري او دا ادعاوې یوزاې تورونه دي، چې د تخار والي او د ینګې‌کلا د امنیې قوماندان له‌خوا تحریک شوي‌دي.

تاتار له مرکزي حکومته غواړي، چې د دې ټولو قضیو د څېړلو له‌پاره یو پلاوی وګوماري او تخار ولایت ته یې ورولېږي.

د تخار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل‌احمد اسیر سلام وطندار ته وویل، د ملک‌احمد تاتار وسله‌والو د ځمکو بېرته راګرځولو په برخه د پولیسو د ټولو اقدامونو مخنیوی کړی‌دی.

د اسیر په خبره، د تخار پولیس پتېیلې ده، چې ډېر ژر د دې قضي حل وړاندې کړي.

د راپورونو له مخې، په تېرو څوو کلونو کې د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې له ۲ میلیونو جریبو زیاته دولتي ځمکه غصب شوې‌ده.

همدارنګه یو شمېر زورواکیو «د محکمو، ښاروالیو، دولتي قضایاوو او امنیتي حوزو په مرسته دولتي ځمکې عصب کړې‌دي.

د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، دغه ځمکې د جعلي اسنادو، فرمانونو، حکمونو، ارشیف ته د لاس رسي، د مالیې ورکولو پاڼو، وکالت لیکونو، وصیت لیک، خاک پولي، د وراثت سند، اظهارلیک او د نورو اثباتیه اسنادو په وسیله غصب شوې‌دي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام