افغان معلول لامبو وهونکي د مکسیکو سیالیو ته لاره پیدا کړه

د افغانستان د «پارا المپیک» لامبو وهنې فدراسیون لوبغاړي عباس کریمي د مکسیکو په کوربتوب د «پارا المپیک» لامبو وهنې سیالیو ته لاره پیدا کړه.

د افغانستان لامبو وهنې فدراسیون وایي، عباس کریمي د امریکا په کوربتوب د «کولوراډ» ایالت په ټاکنیزپړاو سیالیو کې  ښه وځلېد او د اتلولۍ په ګټلو سره به اوس د مکسیکو په نړیوالو «پارا المپیک» لامبو وهنې سیالیو کې ولوبېږي.

عباس کریمي چې دواړه لاسونه نه‌لري د ۵۰ متره لامبو وهنې ټاکنیزو سیالیو کې یې اتلولي وګټله او د مکسیو په کوربتوب د معلولیت لرونکیو لوبغاړیو سږنیو سیالیو ته لاره پیدا کړه.

د افغانستان لامبو وهنې فدراسیون مشرسید احسان الله طاهري وایي، دا لومړی ځل دی، چې یو افغان لوبغاړی د معلولیت لرونکیو وګړیو پارا المپیک لامبو وهنې سیالیو ته لاره پیدا کوي.

نوموړي د معلول لامبو وهونکي عباس کریمي دغه کارنامه د افغانستان ولس او د ده کورنۍ ته مبارکي وویله.

د لامبو وهنې فدراسیون مشر وویل، معلولیت د عباس کریمي پر وړاندې هېڅ خنډ نه و، ځکه خو یې د افغانستان او سیمې په کچه په خپل زحمت او ځانګړي سبک سره افغانستان ته د دغو سیالیو څخه ۱ د سروزرو او ۲ د سپینو زرو مډالونه وګټل او د مکسیکو سیالیو ته یې لاره پیدا کړی شوه.

ښاغلي طاهري زیاته کړه، ټاکل شوې‌ده د افغانستان لامبو وهنې ملي لوبډله دغو سیالیو ته د تیاریو په موخه په هنګري کې تمرینات کړي، چې ورسره د ایرانۍ لامبو وهنې ملي لوبډلې روزونکي عباس كشتكار په افتخاري توګه د روزنې ټټر وهلی دی.

 ۱۸ کلن عباس کریمي د دواړو لاسونه پرته زېږیدلی و، چې په خپلو خواریو یې په ۲۰۱۳ کال کې د ترکیې د پارا المپیک لامبو وهنې سیالیو نه افغانستان ته لومړې مقام او د سرو زرو مډال راوړ.

عباس کریمي له تېرو ۶ میاشتو راهیسې په امریکا کې و، چې د امریکا په کوربتوب ټاکنیزو سیالیو او د مکسیکو سیالیو ته یې د لارموندنې په موخه له امریکایي مایک او د هغه له ډلې سره په تمریناتو بوخت و، چې اخر هم په خپلو هڅو او هدف کې بریالی راووت.

د افغانستان د لامبو وهنې فدراسیون ۳ کاله مخکې جوړ شو، چې اوسمهال د مرکزي اسیا لامبو وهنې فدراسیون غړیتوب لري او لوبغاړیو یې تېره میاشت د ازربایجان په کوربتوب د اسلامي هېوادونو په ۴م پړاو سیالیو کې هم ښې لوبې وکړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام