په هرات ولایت کې ځينو مدني فعالانو او د ولسي جرګې یو شمېر غړو د لاریون پرمهال شعار ورکولو، چې "نه طالب، نه داعش، نه هم پنځم ستون" او ترڅنګ يې لاریونوالو د کابل له معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ.
لاریونوالو وویل، په کابل کې د تېرې جمعې ورځې لاریون پنځم ستون په تاوتریوخوالي بدل کړلو.
د لاریون ګډونواله او د ولسي جرګې غړې ناهید فرید د حکومت مشران په بې کفایتۍ او استبداد تورن کړل.
ناهید فرید وویل، په اوسنیو حالاتو کې په امنیتي بنسټونو کې سمون راوستل جدي اړتیا ده.
په ورته وخت کې د تخار یو شمېر اوسېدونکو د دویمې ورځې لهپاره د دغه ولایت په مرکز تالقانو کې د کابل د لاریون کوونکو څخه يې ملاتړ اعلان وکړلو.
د دغو لاریون کوونکو شمېر چې لسګونو کسانو ته رسېدلو د طالبانو، داعش او ترهګرو پرضد يې د مرګ شعارونه ورکړل.
دغه راز د بغلان د مدني ټولنو مجتمع بنسټ هم د کابل له معترضینو ملاتړ اعلان کړل او د حکومت د مشرانو د استعفا غوښتنه یې وکړله.
دوی وویل، چې د هېواد اوسني بحران د حل لهپاره باید لویه جرګه راوبلل شي.
په ورته وخت کې د کابل مدني اعتراض درېیمې ورځې ته وغځېدلو.

معترضین ټینګار کوي، ترهغو چې ولسمشر او اجرایه رییس له دندې استعفا نه وي کړې خپل اعتراض ته دوام ورکوي.
معترضین وایي، تر هغو چې ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایوي رییس عبدالله عبدالله له دندو لرې نه شي خپل اعتراض پای ته نه رسوي.
له معترضینو یو هارون معترف نومي سلام وطندار ته وویل، د پلازمېنې اوسېدونکو د عدالت غوښتنې اعتراض موخه په افغان دولت کې تغیر او بدلون دی.
د معترف پروینا، د واکمنو ناسم سیاست او بې کفایتي له امله هره ورځ وطنوال وژل کېږي.
هارون معترف وویل، حکومتیانو په ظالمانه بڼه پر معترضینو ډزې وکړې او مدني معترضین یې په وینو کې ولمبول چې موږ د دغو مفسدو سرچینو د لرې کېدو غوښتنه کوو؛ دوی په هېواد کې د فساد، تباهۍ او ګډودۍ عاملین دي.
د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي هم د تېرې جمعې ورځې له لاریونه ملاتړ وکړ.
احدي وایي، حکومت د وطنوالو د امنیت په خوندیتوب کې پاتې راغلی او تر دې دمه یې خلک دوکه کړي دي.
احدي له سیاستوالو وغوښتل، چې باید د ګوندونو، شوراګانو او یو شمیر مهمو سټو په ګډون لویه غونډه راوبلل شي؛ د تېرې اوونۍ پېښې وڅېړي او دې ستونزې ته د حل یوه لار پیدا کړي.




