د سالم ایزدیار جنازې مراسمو په چاودنو کې ۶ تنه وژل شوي ۸۷ نور ټپيان

راپورونه وايي، چې د مشرانو جرګې د مرستیال محمدعالم ایزدیار زوی سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې ۳ پرلپسې چاودنې شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي رسنیو ته ویلي، چې د دغو چاودنو له امله ټولټال ۶ تنه وژل شوي او ۸۷ نور ټپیان دي.

سالم ایزدیار، تېره ورځ په پلازمینه کابل کې د خونړي برید له امله په لاریون کې لومړی سخت ټپي شو او بیا يې په روغتون کې ساه ورکړه.

داسې ویل کيږي، چې په جنازه کې د ولسمشر اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو ځای ناستی وزیر صلاح‌الدین رباني، امرالله صالح، ضیا مسعود او نورو لوړ رتبه دولتي چارواکو ګډون کړی و.

ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ټول د بېلابېلو پېغامونو له لارې ټول ملت یووالي او یو موټي کېدو ته وبلل او دغه بریدونه يې د افغانستان د دوښمنانو کار وباله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام