.jpg)
نن به د زرملوال کرېکټ لوبغالي د مسوولانو له لوري یو ځل بیا د روژې میاشتې په ویاړ د رمضان جام ۲۰ اوریرې کرېکټ سیالۍ کابل کې پیل شي.
د دغو سیالیو مسوول حاجي غلام جیلانيزرملوال په خپلو خبرو کې وویل، د رمضان جام سږنۍ سيالۍ به د جون پر ۳ نېټه د راتلونکې شنبې په ورځ به پیل شي او ۱۹ ورځې به دوام وکړي.
د زرملوال پر وینا، پهدې سیالیو کې چې تېره شپه په یو لړ مراسمو سره په رسمي توګه پرانېستل شوې؛ ۶ لوبډلې ګډون کوي، چې له ماسخوتن له لمانځه وروسته د شپې ۱۰ بجې پیلېږي او هره شپه به تر پېشلمي پورې دوام کوي.
نوموړي وویل، سيالۍ د کابل په زرملوال لوبغالي کې کېږي، چې لومړی مقام ګټونکې لوبډله به د اتلولۍ جام د ګټلو ترڅنګ ۸ زره امریکایي ډالر او دویم مقام ګټونکې لوبډله به ۴ زره امریکایي ډالر د انعام په توګه ترلاسه کړي.
.jpg)
سیالۍ د یو خصوصي ټلوېزیون په پرده د "راځئ له روژې خوند واخلو" تر شعار لاندې خپرېږي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د سږ کال په رمضان کپ ټورنمېنټ کې زرملوال کرېکټ کلب، بوست تورزنان، المصافي نهنګان، مس عینک ځوانان، سپين غر ستوري او کابل زلمي لوبډلى لوبېږي.
مخکې پهدې سیالیو کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې مشهورو لوبغاړو برخه لرله؛ خو اوسمهال د ویسټ انډيز خلاف سیالیو په پار هغه هېواد ته د لوبېدلو لهپاره تللي دي.
د ټورنمېنټ مسوولان وایي، د سږ کال په ټورنمېنټ کی به هم د کورني کرېکټ تکړه او مشهور لوبغاړي ولوبېږي.




