.jpg)
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې نا پېژاندو چورلکو ناستې نهدي کړي او په دې اړه ټول خپاره شوي راپورونه په بشپړ ډول ردوي.
یاد وزارت زیاتوي، چې یوازې د اړتیا پر وخت د چورلکو ناستې شوي هغه هم د افغان ځواکونو د اکمال په هدف وې.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش سلاموطندار ته وویل، چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د ناپیژاندو چورلکو ناستې په اړه د دوی لومړنۍ موندنې ښيې چې چورلکو یوازې د جبهې ترشا امنیتي ځواکونو ته اکمالات کړي.
رادمنش وايي، په ځينو وختو کې يې د پوستو د کلابندۍ ژغورلو په موخه او کله هم د افغان ځانګړو ځواکونو د ځای پر ځای کولو په هدف حکومتي چورلکو ناستې کړې دي.
هغه زیاتوي، چې دا مسله له غوڅ ملاټر ماموریت چارواکو سره هم شریکه کړې، خو دغو ځواکونو ویلي چې چورلکې د دوښمن د جبهې ترشا یوازې د تخنیکي عوارض، جنګي دندو ترسره کولو او د دوښمن کرښو ماتولو له پاره ناسته کړې وه.

وروسته له هغه چې یو شمیر هېوادوالو او سیمهییزو چارواکو د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د ناپیېژانده چورلکو ناستې په اړه اندیښنې وښودې د ملي دفاع وزارت یو پلاوی وګوماره چې دا مسله په هر اړخیزه توګه وڅیړي.
خو د پوځي او سیاسي چارو شنونکي عتیق الله امرخیل سلام وطندارته وویل چې، اوس مهال د افغانستان د هوايي حریم مسوولیت امریکا لري او د رادارو، هوایي بالونونو او مصنوعي سپوږمکۍ په واسطه يې اداره کوي.
د امرخیل پروینا، هغه چورلکې چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې کښیني د امریکې او غوڅ ملاتړ دي، د افرادو لیدنې او یا هم د وسلې ویش له پاره ناستې کړې دي.
دغه پوځي شنونکی باوري دی، چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د ناپیژندو چورلکو ناستې د هیواد د ناامنولو پروګرام یوه برخه ده.
مخکې تر دې سلاموطندار د سیمهییزو مسوولینو، ولایتي شورا او سیمې اوسیدونکو په حواله له سرپل، بغلان او غزني ولایتونو داسې رپوټونه خپاره کړي وو چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ناپیژاندې چورلکې کیني او یا هم له هوا نه سر تړلي صندقونه غورځوي.





