ویسټ‌انډيز د افغانستان خلاف سیالیو ته لوبډله اعلان کړه

د ویسټ‌انډيزي کرکټ بورډ د «کارلوس بریت ویت» په لوبډلمشرۍ کې د افغانستان پر خلاف ۳ نړیوالو ۲۰ اوریزو لوبو له‌پاره خپله ۱۳ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

له لوبډلې «جیسن هولډر» د ارام په موخه کېنول شوی؛ خو تېزبالر «رنزفورډ بیټن» ته د لومړي ځل له‌پاره په ویسټ‌انډيزۍ کرکټ ملي لوبډله کې د لوبېدو چانس ورکړل شوی‌دی.

په ویسټ‌انډيزۍ کرکټ ملي لوبډلې کې د کېرون پولارډ، سونیل ناراین او لینډل سیمیز په څېر لوبغاړي هم شته، چې لوبډلمشري یې د کارلوس بریت ویټ پر غاړه لري.

په ویسټ‌انډيزۍ کرکټ ملي لوبډله کې سمویل بدري، کیسریک ویلیمز، مارلون سیمویلز، ایون لیویس، جیسن محمد، رومن پاول، چادویک والټن او جیرم ټېلر هم شامل دي؛ خو ډېرن سمي، کرېس ګیل، ډوین براوو او ډېرن براوو په څېر لوبغاړي بیا په ویسټ‌انډيزۍ لوبډل کې نه‌دي غوره شوي.

ویسټ‌انډیزي کرکټ بورډ ویلي، د افغانستان پر خلاف ۳ پلان شويو ۵۰ اوریزو سیالیو ته به د ۲۰ اوریزو لوبو پر مهال خپله لوبډله اعلان کړي.

ټاکل شوې‌ده، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله روانه میاشت د لومړي ځل له‌پاره ۲ اړخیزو نړیوالو کرکټ سیالیو په پار ویسټ‌انډيز ته سفر وکړي.

ملي لوبډله به د ۶ نړیوالو سیالیو پر وړاندې د روانې (می) میاشتې پر ۳۰مه نېټه له ویسټ‌انډيز کرکټ لوبډلې سره هم یوه تمریني سیالي وکړي.

د افغانستان او ویسټ‌انډيز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د جون پر ۲مه نېټه پیلېدونکې ۲۰ اوریزې سیالۍ د افغانستان پر وخت د شپې ۳ نیمې بجې او ۵۰ اوریزې سیالۍ به د شپې پر ۱۱ بجې پیل شي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اوسمهال د بېلابېلو روزونکیو تر روزنې لاندې په هندوستان کې په ۲ اوونیز روزنیز کمپ کې بوخته ده.

افغانستان اوس د شل اوریزو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې ۹م او د ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام ریکارډ ۲ ځلي اتله ویسټ‌انډيز بیا ۵م مقام لري.

همدارنګه د ۵۰ اوریزو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې افغانستان ۱۰م او ویسټ‌انډيزۍ کرکټ ملي لوبډله بیا ۹م مقام خپل کړی‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام