طالب جنګیالیو د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالي کې د نجونو یو ښوونځی سوځولی دی.
د فاریاب د امنیتي مسوولانو په وینا، دغه ښوونځي شپاړلس درسي ټولګي لرل او ۷۵۰ زدهکوونکو پهکې زدهکړې کولې. یاد ښوونځی په ۱۳۵۷ کال کې جوړ شوی و.
د فاریاب والي نقیبالله فایق ویلي چې طالبان د ښوونځیو په سوځولو سره ښوونځي ته د نجونو له تګ سره خپل مخالفت ښيي.
طالب ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د نجونو دغه ښوونځی داسې مهال سوځول کېږي چې ناپېژنده وسلهوالو پرون سهار د تخار په مرکز کې د ابوعثمان تالقاني ښوونځی چې هلکانو پهکې زدهکړې کولې، هم وسوځوه.
د تخار امنیتي مسوولانو ویلي چې د دې اورلګېدنې له کبله د ابوعثمان تالقاني ښوونځي لومړی پوړ په بشپړه توګه سوځېدلی دی.
د ابوعثمان تالقاني ښوونځی په تخار کې یو مهم ښوونځی دی چې نږدې ۳۰۰۰ زدهکوونکي پهکې پر زدهکړو بوخت دي.