
د رڼو ټاکنو بنسټ یا تیفا وایي، د ټاکنو لهپاره د سیاسي ارادې نهشتوالی، د حکومتي مشرانو ترمنځ ناسمې سیالۍ او د ټاکنو د بودیجې بې ځایه لګولو له امله سږ کال ټاکنې ناشونې دي.
د تیفا مشر محمد نعیم ایوب زاده په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل،
د دوی د څېړنو پربنسټ حکومت به سږ کال د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ونه کړي.
د ایوب زاده پروینا، که سږ کال ټاکنې ونه شي، افغانستان به له ډېرو سیاسي ستونزو سره مخ شي.
ایوب زاده د ولسي جرګې ټاکنو په لار کې ستر خنډ ولسي جرګه بولي او زیاتوي، سربېره په دې تراوسه کمېسیون د رایه ورکوونکو نوملړ او د کمېسیون بودیجه روښانه کړې نه ده.

خو د اجرایوي ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي بیا وایي، حکومت د ټاکنو ترسره کولو له پاره غوڅه سیاسي اراده لري.
رحیمي وویل، حکومت او نړیوال بنسټونه د ټاکنو کمېسیون سره همکاري کوي، چې دغه کمېسیون د ټاکنو نېټه اعلان کړي.
د تیفا مسوولین د اوسنیو اندېښنو لرې کولو په موخه له حکومته غواړي د ټاکنو لهپاره د خپلې ارادې په څرګندولو بسنه ونهکړي، امنیت ټینګ او په عمل کې ثابته کړي چې سږ کال ټاکنې کېږي.
د دوی پروینا، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید خپله خپلواکي وښیي او نړیواله ټولنه هم له انفعالي حالته ووځي.





