وکیلان: د برېښنا شرکت د زورواکو پېسې هم پر غریبو حسابوي

د ولسي جرګې ځينې غړي د افغانستان پر بریښنا شرکت تور پورې کوي، چې د زورواکو پاتې شوي پېسې هم پر عامو خلکو حسابوي او په‌دې سره له هېوادوالو په غیر قانوني ډول پېسې ټولوي.

دوی وړاندیز کوي، چې دغه شرکت باید د اوبو او انرژۍ وزارت سره یوځای شي.

د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې په عمومي غونډه کې یو شمېر وکیلانو پر برېښنا شرکت دا تور هم پورې کړ، چې یاد شرکت د هغو زورواکو د لګښتونو پېسې هم د نورو خلکو په بیلونو کې ورزیاتوي، چې برېښنا شرکت یې ترې د اخیستو زور نه‌لري.

د جرګې غړې ناهید فرید وویل، برېښنا شرکت په هرات او نورو ولایتونو کې په نا قانونه توګه د اخازې په ډول له خلکو د برېښنا تر اصلي لګښت ډېرې پیسې اخلي.

میرمن فرید زیاته کړه، چې په هرات کې ځينو خلکو دوه میتره لګولي چې یو يې ډیجتلي او بل یې انالوګ یا ساده سیسټم لري.

خو نتیجه یې چې ګوري ډیجټلي میتر د انالوګ په پرتله، ۶۰ چنده ډیر لګښت ښیې، چې دا په څرګند ډول اخازې او د خلکو غولول دي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې بل غړی ډاکتر رمضان بشردوست وویل، بېیښنا شرکت څو میاشتې مخکې په دې بهانه د برېښنا بیه لوړه کړه، چې ډالر د افغانیو پر وړاندې پورته شوی دی، په داسې حال کې  چې برېښنا شرکت ټولو هغو هیوادونو ته چې د برېښنا د اخیستو تړون یې ورسره کړی د ډیرو کلونو پیسې په یوځای ورکړی، چې په هغه وخت کې یو ډالر ۵۰ افغانۍ و.

له بل لوري بیا، د برېښنا شرکت ویاند  وحیدالله توحیدي د وکیلانو تورونه نه‌مني او وایي انالوګ میترونه غیرمعیاري دي او څوک میترونه سره پرتله کوي ډیجیټل دې له ډیجیټل سره پرتله کړي، که کومه ستونزه پکې وه دوی به یې ځواب و وايي.

توحیدي همدا ډول وویل، برېښنا شرکت هغو هیوادونو ته چې برېښنا یې ترې اخیستي د هرکال په پیل کې پیسې ورکوي او تړون هم  ورسره نوی کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د برېښنا د لګښتونو د زیاتېدو په‌دې برخه کې د بیلابېلو ستونزو له امله تل یوشمیرهیوادوال شکایت کوي، خو د یو شمیر هیوادوالو په وینا نه په‌دې برخه کې تراوسه د دوی ستونزې هوارې شوي او نه هم د قناعت وړ ځواب ورکړل شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام