د افغانستان او هندوستان د معلولانو کرکټ ملي لوبډلې سیالۍ پیلېږي

ټاکل شوې‌ده د افغانستان د معلولانو کرکټ ملي لوبډله روانه میاشت د یو لړ نړیوالو ۲۰ اوریزو سیالیو له‌پاره هندوستان ته سفر وکړي.

د سپورټ سټار لایف وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د افغانستان او هندوستان د معلولانو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ به د می میاشتې پر ۲۲ مه نېټه پیل شي.

د افغانستان په کرکټ بورډ کې د معلولانو کرکټ څانګې مسوول عبدالمنان مسعود سلام وطندار ته د سیالیو پخلی وکړ.

د نوموړي پر وینا، افغان لوبډله به د می پر ۲۰مه هندوستان ته سفر وکړي او د می میاشتې پر ۲۲مه، ۲۳مه او ۲۴مه نېټه به پلان شويو ۳ شل اوریزو لوبو کی د نوي ډهلي په ګریټر نویډا کرکټ نړیوال لوبغالي کې د کوربه لوبډلې پ خلاف لوبې وکړي.

د مسعود په خبره، سیالۍ به مازیګر ۵ بجې پیلېږي.

افغان او هندي معلولانو کرکټ ملي لوبډلې مخکې هم لوبېدلې دي؛ خو دا لومړی ځل دی، چې افغانستان او هندوستان په کومه کچه په هندوستان کې د کرکټ ۲ اړخیزه کرکټ سیالۍ یو سیریز برابروي.

هندي کرکټ ملي لوبډلې تېر کال د ۳ شل اوریزو لوبو له‌پاره افغانستان ته سفر وکړ، چې افغانستان په‌کې ۲ د ۱ بریا پر وړاندې د اتلولۍ جام وګټلو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام