
د ولسي جرګې ځينو غړو د ولسمشر محمد اشرف غني پر هغو نیوکو، چې تېره ورځ يې پر کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو وکړې بېلابېل غبرګونونه وښودل.
دوی په نننۍ عمومي غونډه کې یو شمېر وکیلانو پر افغان ولسمشر محمد اشرف غني ددې له پاره نیوکې وکړې چې پروینا یې په کابل کې یې د فساد پرضد مبارزې په اړه د اروپایي ټولنې درېیمه غونډه کې ویلي و په امنیتي بنسټونو کې د کورنیو چارو وزارت د فساد زړه دی.
دغه راز، ولسمشر داهم ویلي و، چې په بهرنیو چارو وزارت کې ګومارنې د قومي تړاو پربنسټ کېږي.
د ولسمشر دې څرګندونو په اړه د جرګې غړی سمیع الله صمیم وویل، چې ولسمشر قومپالنه کوي او دا یو ډول توکم او قوم پالنه ده
په همدی حال کې ځینو وکیلانو بیا وویل، چې ولسمشر په خپلو څرګندونو کې د وزیرانو په پته څه نه دي ویلي او ددوی پروینا د ولسمشر موخه دواړه وزارتونه وو چې فساد په کې ډیر دی.

د ولسي جرګې غړې نسیمه نیازۍ وویل، چې ولسمشر په حقه دی، معرفي شويو وزیرانو ته ټولو قومونو رايې ورکړي او نه باید و لسمشر دا شان څرګندونو ته قومي رنګ ورکړل شي.
خو ځینو وکیلانو بیا وویل، که سفیران ټاکل شوي وي یا هم نور لوړپوړي چارواکي د ولسمشر په امر ټاکل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تردې وړاندې ولسي جرګې غړیو هم په دې نیوکې کړې وې، چې د بهرنیو چارو وزارت کې فساد ډیر دی او قومي چلن کېږي ان تر دې چې د دې جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون ته دنده سپارل شوې وه، چې له بهرنیو چارو وزارته دې د لوړپوړو چارواکو او ډیپلوماتانو نوملړ وغواړي چې دا معلومه شي څوک او څرنګه پر دندو ګومارل شوي دي، خو د وکیلانو پر وینا، د بهرنیو چارو وزارت تراوسه دغه نوملړ ولسي جرګې ته نه دی سپارلی.





