ولسمشر محمد اشرف غني افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې سختوالي تر نوم لاندې د اروپایي ټولنې درېیمه کلنۍ غونډه کې وویل، چې د اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له لوري ځينې معرفي شوي وزیران په فساد کې ښکېل دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د فساد زړه دی او په بهرنيو چارو وزارت کې هم ګومارنې د قومونو پر بنسټ کيږي.
هغه په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې باید په دغه وزارت کې ګومارنې د قانون پر بنسټ او د اداري سمون او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون له خوا ترسره شي.
نوموړي دا هم وویل، چې د اداري فساد کنټرولو له پاره باید نړیوال بنسټونه له حکومت سره همغږي شي او ددې ستونزې د حل له پاره باید عملي کړنلاره جوړه شي.
دغه غونډه نن دوشنبه (می ۸مه) په ارګ کې ترسره شوه، چې د یو شمیر لوړ پوړو دولتي چارواکو او مرستندویه هیوادونو د استازو په ګډون جوړه شوه.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې غونډه کې د اداري فساد د کنټرول په برخه کې پر کره او عملي پالیسۍ ټینګار وکړ او زیاته يي کړه، چې د حکومتوالۍ په ټولو برخو کې باید رڼښت رامنځته شي، مفسد کسان باید د قانون منګلو ته وسپارل شي او په محاکمو کې له لاسوهنو باید ډډه وشي.
«موږ باید ځانګړې او منطقي پالیسي ولرو او پالیسي د اساسي قانون پر بنسټ جوړیږي د مدیریت او رهبري مسله ده چې څرنګه پریکړه وکړي د فساد په برخه کې له اداري فساد سره مبارزه ۱۰ سلنه انګیزه ده او ۹۰ سلنه نور مدیریت او جزیات دي د جزیاتو له مدیریت پرته تاسو نشئ کولی چې بریالي شئ.»
د ولسمشر محمد اشرف غني پروینا، په بهرنیو چارو وزارت کې ګومارنې باید د اداري سمون او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون له خوا ترسره شي.
په ورته وخت کې ولسمشر محمد اشرف غني د مالیې وزارت او تدارکاتو ادارې کړنې وستایلې او وویل، چې تراوسه پورې د تدارکاتو ادارې له خوا ۹۰۰ قراردادونه پاس شوي او شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت له فساد مخنیوی شوی.
همدارنګه د افغانستان له پاره د اروپايې ټولنې ځانګړي استازي فرانس مایکل میلبین غونډې ته وویل، چې افغانستان کې فساد باید مهارشي او هر افغان باید عدالت ته لاسرسی پیدا کړي.
د اروپايي ټولنې استازي پروینا، مفسد کسان هڅه کوي چې په بیلابیلو ډولونو له فساد سره د مبارزې پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي.
«د افغانستان خلک له دې بې عدالتي او فرصت نشتوالي نه ځوریږي هره ورځ بې عدالتۍ روانې دي او خلک افغانستان کې د کلي فساد قرباني دي.»
ملبین زیاته کړه، چې نړیواله ټولنه او اروپايي ټولنه له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت او خلکو تر څنګ ولاړې دي.
دغه راز، د ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال سرور دانش اداري فساد د حکومت پر وړاندې ستره ستونزه وبلله او وايي چې، حکومت د فساد پر وړاندې په کلکه مبارزه کوي.
دانش ټینګار وکړ، چې د فساد کنترولو لهپاره ټول اړخیز سیستم نشته او د حکومت په ځینو ادارو کې د ولسمشر امر نه اجرا کیږي.
لوړپوړې حکومتي چارواکي داسې مهال له فساد سره د مبارزې په برخه کې د هڅو خبر ورکوي، چې د نړیوالو رپوټونو له مخې افغانستان د نړې په کچه یو فاسد حکومت لري او له فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومتي مشرانو ژمنې تراوسه نهدي عملي شوي.