افغانستان کې د لومړي ځل له‌پاره د رولېنګ سیالۍ وشوې

په‌دی سیالیو کې له کابل ولایته څه باندې ۱۰۰ تنو لوبغاړیو د لویانو، ځوانانو او تنکیو ځوانانو په کچه برخه اخېستې وه.

د ظاهر اغبر پر مشرۍ المپیک ملي کمېټې او رولېنګ فدراسیون له‌خوا نن د (می پر ۸مه) په کابل کې د لومړي ځل له‌پاره د رولېنګ غوراوي پړاو لوبې وشوې.

د المپیک ملي کمېټې ویاند منور شهزاد سلام وطندار ته وویل، په‌دی سیالیو کې له کابل ولایته څه باندې ۱۰۰ تنو لوبغاړیو د لویانو، ځوانانو او تنکیو ځوانانو په کچه برخه اخېستې وه.

یادې سیالۍ د کابل نندارې په قیر سړک کې وشوې؛ خو چارواکیو ژمنه وکړه، چې لوبغاړیو ته به معیاري لوبغالی جوړوي.

رولېنګ یوه نړیواله لوبه ده، چې په افغانستان کی نوې پیل شوې‌ده او د ټایر لرونکیو بوټانو په‌واسطه په قیر سړک کېږي.

د افغانستان رولېنګ فدراسیون مشري د المپیک ملي کمېټې مرستیاله او د ځغاستې لوبې پخوانۍ لوبغاړې روبینا جلالي پر غاړه لري.

اغلي جلالي: د رولېنګ لوبغاړیو له تېرو ۲ میاشتو راهیسې خپل تمرینات پیل کړي وو

د اغلي جلالي پر وینا، د رولېنګ لوبغاړیو له تېرو ۲ میاشتو راهیسې خپل تمرینات پیل کړي وو، چې د افغانستان په رولېنګ ملي لوبډله کې د لوبېدو چانس ترلاسه کړي.

د نوموړي پر وینا، په ټاکنیزو سیالیو کې ښه ځلېدونکي لوبغاړي به د افغانستان په رولېنګ ملي لوبډله کې د لوبېدلو چانس ترلاسه کړي.

افغان المپیک ملي کمېټه وایي، په لومړي ځل په نړیوال معیار سره رولېنګ لوبه د افغانستان رولینګ فدراسیون له‌خوا د دومره زیات شمېر لوبغاړیو په ګډون وشوه.

د افغانستان رولېنګ ملي لوبډلې ته د ننني غوراوي پړاو سیالیو په پای کې لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکیو لوبغاړیو ته مډالونه او د اتلولۍ جامونه ډالۍ شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام