ډاکتران وایي، د ځمکې پر سر چټلې اوبه د څښاک له پاکو اوبو سره ګډیږي چې وروسته ماشومانو ته د نس ناستي او د ژړا پر وخت بڼې شنې کېدو او رنګ بدلېدو او نورو نارغیو لامل ګرځي.
ډاکتر میرویس نایتروجن او پاسپورس شین رنګې او بڼۍ په شکل د اوبو پرسر پيداکېږي چې ځينې وخت دغه اوبه د کبانو د نسل ورکېدو سبب هم ګرځي.
دی وايي، څرنګه چې په لویو ښارونو کې چټلې اوبه درانه فلزات لري؛ نو دا فلزات سرطاني، د عصبي سیستم او د پوستکي ناروغۍ رامنځته کوي.
د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان لوی ښارونه دا مهال د چټلو اوبو په سترو مرکزونو بدل شوي او لامل یې هم د کانالازسیون نهشتوالی دی، چې د لویو ښارونو عام اوسېدونکي یې اندېښمن کړي.
د ځمکې پر سر د بارانونو او د خلکو ورځني ژوند اضافي اوبو ترڅنګ د تشنابونو چټلو اوبو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړيدي.
د کابل ښار اوسېدونکی خلیلالرحمان امید وايي، چې د اوبو ایستلو لهپاره د ویالو نهشتوالي یا تنګوالي دوی ته ستونزې جوړې کړېدي د ده پر وینا، ځېنې وخت د بارانونو پر مهال د ښار په عمومي سړکونو اوبه ډنډ شوې وي، چې تګ ـ راتګ پرې نهکېږي.
ښاغلی امید زیاتوي، چې د دوبي په موسم کې د کابل په ځېنو کوڅو کې خلک د بد بویۍ او چټلو اوبو له امله نهشي تېرېدلی.
د دې ټولو تر څنګ په کابل ښار کې ډېرې سپټيک څاګانې هم غیرمعیاري جوړې شوي او هغه اوبه چې له تشنابونو سپټیک څاګانو ته ځي؛ ډېره برخه یې د اوبو هغو زېرمو ته رسېږي، چې موږ ترې هره ورځ د څښاک لهپاره کار اخلو.
دوی له حکومت او خلکو غواړي، چې د اوبو پاکوالي ته پام وکړي.
چټلې اوبه ماشومانو ته تر لویانو ډېر زیان ځکه رسوي، چې د هغوی د بدن مقاومت کم وي.
دا یوازې کابل ښار نهدی، چې له دا ډول ستونزې سرمخ دی، بلکې د نورو لویو ښارونو لکه کندهار، هرات، جلال اباد او مزارشریف اوسېدونکي هم له ورته ستونزې کړېږي.
د کندهار اوسېدونکې فرشته پوپلزۍ وايي، چې په کندهار کې له زیاتې مودې راهیسې چټلې اوبه ورځ تر بلې زیاتېږي او خلک يې پوزې ته رسولي دي.
دا زیاتوي، چې کندهار کې د هوا تودوخې په رارسېدو سره خلک په کندهار ښار کې د چټلو اوبو بد بويۍ یو خوا خو د دغو اوبو څخه راپيداکېدونکې ناروغۍ هغه ننګونې دي، چې د خلک یې مشکلاتو سره مخ کړي.
اغلې پوپلزۍ همدارنګه وايي، چې څه موده مخکې يې پر مخ کالدانه ختلې وه او اوس د هغې دانې تور داغ پاتې دی، چې کله ـ ناکله یې بېخي ډېره ځوروي.
هاخوا د ښار جوړونې وزارت د چاپېریال ساتنې او کانالیزاسیون رییس ریاض درمل وايي، افغانستان کې یوازې ۲۱ سلنه هغه چټلې اوبه چې د پخلنځي او د خلکو له ورځني ژونده اضافه کېږي؛ په ډاډمنه توګه تصفیه کېږي.
د ده پر وینا، افغان حکومت د کابل یو نیم میلیونو خلکو د تشنابونو چټلو اوبو لهپاره د کابل په خیرخانې سیمه کې یوه لویه تصفیهخانه جوړوي، چې لهدې تصفهخانې به د بزګرانو لهپاره د کرنې اوبه کیمیاوي سره او د سونګ ګاز هم ترلاسه شي، چې د چټلو اوبو پردې تصفیه خانې به ۴ میلیونه ډالره لګښت راشي.
درمل هم مني، چې په افغانستان کې د کانالیزاسیون منظم سیستم نه شته، د باران او پخلنځي اوبه بېلې او د تشنابونو اوبه بېلې د سیستم له لارې یو مرکز ته لاړې شي او هلته تصفیه شي.
درمل چټلې اوبه په څوو برخو وېشي، چې یو د کورونو او پخلنځي او بل ډول یې د تشنابونو، سپټيک څاګانو او صنعتي بنسټونو چټلې اوبه دي.
د ښارجوړونې وزارت دغه مسول هم نیوکه کوي، چې په پلازمېنه کې ځېنې لوړ پوړیزې ودانۍ د کانالیزاسیون سیستم نهلري، چې حتا ځېنې وختونه د دغو ودانیو خاوندان د شپې له خوا د خپلو ودانیو چټلې اوبه د بارانونو لهپاره جوړو شویو ویالو کې خوشي کوي.
د ښار جوړونې وزارت د چاپېریال او کانالیزاسیون رییس ریاض درمل همدارنګه زیاتوي، چې افغان حکومت په پام کې لري، چې په راتلونکیو پنځو کلونو کې په هرات، کندهار، مزارشریف او جلال اباد ښارونو کې هم د چټلو اوبو سترې تصفیهخانې جوړې کړي.
د چاپېریال ساتنې او کانالازسیون کارپوه پوهاند بشیر دودیال وايي، چې په وروستیو کلونو کې په ځېنو کلیو او بانډو کې د ناامنيو له امله ګڼې کورنۍ لويو ښارونو ته کډه شوې، چې په ښارونو کې بیا دومره خلکو ته په لنډه موده کې د کانالیزاسیون جوړول خورا ستونزمن کار دی.
دودیال پر افغان دولت نیوکه کوي، چې د ښار جوړلو وزارت او ښاروالۍ ته ډېرې بهرنۍ مرستې راغلې؛ خو لویې پروژې جوړې نهشوې، چې دا پهخپله د حکومت د ناکامو کارونو بېلګه ګڼل کېږي.
پوهاند دودیال ټينګار کوي، که حکومت غواړي، چې په کابل کې د چټلو اوبو ترڅنګ د چاپېریال پاکوالي ته پام وکړي؛ د کابل له سینده دې د چټلو اوبو او نورو ژورو زابورونو اوبو مخه وګرځوي.