د افغانستان فوټبال فدراسیون لهخوا په هرات ولایت کې د "زرغون جام" په نوم د فوټبال سیالۍ پېل شوي، چې پهکې به د دوو بهرنیو په ګډون ۴ داخلي کلبونو لوبډلې برخه لري.
د فوټبال فدراسیون لهخوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، پهدې سیالیو کې چی نن د یوې اوونۍ لهپاره د هرات په فوټبال لوبغالي کې پیل شوې د ایران هیواد څخه د "تایباد" او "تربت" لوبډلې هم ګډون لري.
د معلوماتو لهمخې، د هرات ښاروالۍ، د هرات صرافان، د کابل اردو او د کندهار شیرزي لوبډلې د دې ټورنامنټ نورې ګډون کوونکې دي.
د ګډون کوونکو لوبډلو روزونکو په یوه خبري غونډه کې د خپلو تیاریو ډاډ ورکړ او ټولو یې د ښوو لوبو او اتلولۍ ګټلو ټټر وواهه.
د افغانستان فوټبال کلبونو روزونکو خوښي وښوده، چی د هرات په زرغون جام فوټبال سیالیو کې ایراني فوټبال کلبونه هم لوبیږي او تمه یې وښوده چی پهداسې سیالیو سره به دوستي ټینګه شي.
له ایران څخه راغلې تایبا د لوبډلې روزونکي عیسی ادم پور رسنیو سره خبرو کې ویلي، له خپلې اصلي لوبډلې سره هرات ته نهدی راغلی، خو ځوان لوبغاړي له ځان سره لري چې ښه به وځلیږي.
نوموړي تمه وښوده، چې د افغانستان او هرات په څیر ایران هم وکولای شي یوه ورځ د افغانستان فوټبال کلپونو کوربتوب وکړي.
همدارنګه د هرات ښاروالۍ فوټبال لوبډلې روزونکي الیاس منوچر د سیالیو د اتلولۍ جام ګټلو لهپاره د ټټر وهلو ترڅنګ وویل د هرات زرغون جام ترسره کیدل ښه ګام دی، چې دواړه ایران افغانستان کولای شي یو د بل هیواد د تکړه فوټبال لوبغاړو څخه د خپل هیواد په فوټبال لیګونو کې ګټه واخلي.
په پام کې ده، چې پهدې ټورنامنټ کې به د هرات صرافان، د ایران تربت او دکابل اردو لوبډلې په لومړي ګروپ کې، خو د هرات ښاروالۍ ، د کندهار شیرزي او ایران تایبا لوبډلې بیا په دویم ګروپ کې لوبیږي.