په فاریاب کې یوه ښځه ووژل شوه

د فاریاب امنیتي مسوولان وايي، چې د زهرې په نوم یوه ۴۲ کلنه مېرمنه د میمنې ښار په چرمګرخانې سیمه کې وژل شوې‌ده.

د فاریاب د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول عبدالکریم یورش د پېښې انګېزه کورنۍ ستونزې وبللې او زیاته یې کړه، چې د زهرې قاتل د هغې ۲۲ کلن عبدالشکور ګاونډې و، چې د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.

هغه وویل، چې کشفي ارګانونو د قاتل د موندنو په‌پار څېړنې پیل کړې‌دي.

په میمنه کې د افغان ترک روغتون د عدلي طب غړي ډاکټر عبدالاحد قاري‌زاده وویل، چې یوه مرمۍ د ښځې په سینه او دوه یې په دواړو ډډو کې لګېدلې دي.

له بل لوري د زهرې لور حمیده وايي، چې تېره ورځ عبدالشکور او د هغه مور د دې له مور سره د یو نیالګي پر سر چې د دوی ځمکې ته یې ريښې غځېدلې وې؛ شور وکړ او بیا یې ووهله.

هغه زیاتوي، چې مور یې پولیسو ته عارضه شوه، چې د عبدالشکور په نامه یو شخص ووهله؛ خو کله چې پولیس سیمې ته ورغلل؛ هغه پټ شو او کله چې پولیس بېرته وګرځېدل؛ نوموړی راغی او د دې په مخکې یې په کلاشینکوف په مور ډزې وکړې او هغه یې ووژله.

حمیدې زیاته کړه، چې مور یې د پلار په سپارښتنه وژل شوې‌ده، ځکه چې پلار یې بله ښځه لري او هغه یوه میاشت مخکې مزارشریف ته لېږل شوې‌ده.

هغې زیاته کړه، چې ۱۱ وروڼه لري، دوه یې ترکیه کې لوړې زده‌کړې کوي، یو ورور یې له پلار سره په غورماچ ولسوالۍ کې عسکر دی او اوس حیران دي، چې څنګه له میرې مور سره ژوند وکړي.

د چرمګرخانې سیمې ملک ګل محمد ارباب هم وايي، چې پېښه د دوو ګاونډیانو ترمنځ د یو نیالګي پر سر رامنځته شوې‌ده.

هغه تایید کړه، چې قتل عبدالشکور کړی‌دی او د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.

دوه کاله مخکې هم د زهرې مشره لور او د حمیدې خور په مرموز ډول د هغه د پلار له‌خوا وژل شوې وه؛ خو اوس ورته معلومه شوه، چې خور یې هم د پلار په امر د ۲۰ زرو افغانیو په بدل کې وژل شوې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام