د غور ولایت د شهرک ولسوال محمد کبیري سلام وطندار ته وویل، چې له یوې اوونۍ راهیسې شاوخوا۱۵۰ طالبان د شهرک او دولینه ولسوالیو نږدې سیمو ته راټول شوي او له خلکو او هم کتارانو یې غوښتي، چې له دوی سره د دې ولسوالیو په سقوط کې مرسته وکړي.
د شهرک ولسوال زیاتوي، چې طالبانو د فرارود سیمه کې د خپلې ولسوالۍ د ایجاد تر څنګ زدهکوونکي نهپرېږدي، چې ښوونځیو ته لاړ شي.
د کبیري پر وینا، دوی هر ډول چمتووالی لري، چې د طالبانو د بریدونو مخنیوی وکړي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه نظر نهدی څرګند کړی.
هاخوا بیا نن سهار ۴ بجې د فاریاب غورماچ ولسوالي د طالبانو لهخوا سقوط شوه.
لهدې مخکې هم د غور ولایت د ولایتي شورا غړیو ویلي وو، چې طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د بریدونو پهپار د لویې لارې په بېلابېلو برخو کې د سړک پر غاړو ماینونه خښ کړي وو.