
چارواکي وايي، تېره شپه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې پر داعش وسله والو هوايي او ځمکني بریدونه شوي، چې په ترڅ کې یې تر ۴۰ داعش جنګیالي وژل شوي دي.
دغه ځانګړي پلان شوي عملیات د افغان کومانډو او د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو له لوري شوي دي.
د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر وايي، دغه عملیات د "پېخې" په سیمه کې شوي، چې یاد شمېر داعش جنګیالي په کې وژل شوي دي.
په همدې حال کې د اچین ولسوال اسماعیل شینواري هم ویلي، چې په وژل شویو داعش جنګیالو کې یو شمېر بهرنیان هم شامل دي.
د اچین ولسوالۍ یو اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، تېره شپه افغان کومانډو او امریکايي ځواکونو په "پېخې" سیمه کې عملیات کړي، چې د لسګونو داعش وسله والو د وژل کېدو تر څنګ عملیات کوونکو ځواکونو د همدې ډلې له لسو ډېر ځايي مشران یې هم له ځانه سره راوړي دي.
نوموړي کس وویل، په وژل شویو کې یو شمېر هغه بندیان هم شته، چې داعش ډلې څه موده وړاندې له ځانه سره د "پېخې" سیمې ته وړي وو.
تر دې دمه داعش وسله والې ډلې د دغو عملیاتو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
اچین کې د داعش پر ضد د افغان کومانډو ځواکونو روان عملیات نږدې میاشت وړاندې پیل شوي، چې د چارواکو په خبره، تر اوسه په کې له شپږ کیلومتره ډېره سیمه له داعش وسلې ډلې پاکه شوې ده.





