طالبانو لوګر کې د نجونو دوه ښوونځي تړلي

د لوګر ځای اوسېدونکي وايي، چې وسله‌والو طالبانو له پرون د (سه‌شنبې) راهیسې په محمداغې او مرکز پل علم کې د نجونو دوه ښوونځي تړل شوي‌دي.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح سلام وطندار ته د دغه خبر د پخلي تر څنګ وویل، چې د پوهنې ریاست او قومي مشران په‌دې هڅه کې دي، چې ژر تر ژره تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیزي.

 بل خوا د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب سلام وطندار ته وویل، چې تړل شوي ښوونځي د محمداغې د سرخاب او د پورک په نومونو یادېږي.

عرب زیاته کړه، چې دغه ښوونځي په بشپړه توګه نه‌دي تړل شوي؛ بلکې وسله‌والو طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده‌کړو اجازه نه‌ورکوي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام