یوشمیر مدني فعالانو، د ملاتړ شبکې او د ټولنیز عدالت مدني غورځنګ د یکشنبې په ورځ کابل کې د خبري غونډې پر مهال د شاهین قول اردو د پیښې قربانیانو ته د عدالت غوښتنه وکړه.
تېره جمعه غرمه مهال په بلخ ولایت کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو ډلهییز ځان مرګه برید وشو، چې د ولسمشر ځاي ناستي ویاند شاهحسین مرتضوي پر وینا، د دغه برید له امله ۱۳۵ کسان ووژل او شاوخوا ۶۰ نور ټپیان شول.
دغه مدني فعالان وایي، چې په حکومت کې د ترهګرو ډلو پلویانو حضور، په امنیتي او دفاغي ادارو کې د ناکاره کسانو ګومارل، د حکومت مشرانو ترمنځ اختلاف او دې ته ورته نور لاملونه داسې خونړیو پیښو ته زمینه برابروي.
دوی وایي، چې د پیښو غندل هیڅ ګټه نه کوي.
دوه مدني فعالان سمیع درهیي او سید ناصر موسوي وايي، چې حکومت باید د افغانستان دوښمنان په روښانه توګه تعریف کړي او نور چاړه هډوکې ته رسېدلې او خلک د دا شان پېښو زغم نهلري.
دغه مدني فعالان د حکومت له مشرانو غواړي، چې د امنیتي او دفاعي ادارو مسولین تر پښتنو لاندې ونیسي او په دې ادارو کې د سمون له پاره جدي ګامونه واخلي.
مدني فعالان له حکومته غواړي چې د رښتیا موندنې کمیسونونو په نوم دې خلکو ته دروغ نه وایي او د شاهین قول اردو او د سردارمحمد داوودخان روغتون د کمیسیونونو د څېړنو پایلې دې له خلکو سره په ښکاره شریکې کړي او د داسې پیښو مخنیوي لهپاره جدي ګامونه واخلي.