
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار تېره شپه ناوخت کابل ته رارسېدلی او د افغان حکومت له چارواکو سره یې لیدلي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ وايي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار هربرت ریمونډ مک ماسټر له ولسمشر غني، اجرایوي رییس عبدالله او خپل سیال حنیف اتمر سره د کابل ـ واشنګټن ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا او په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت یې خبرې اترې کړي دي.
دغه راز په خبري غونډه کې د افغانستان د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد وویل، د امریکې حکومت د ملي امنیت سلاکار باید په افغانستان کې د موجوده وضیعت کره راپور له ځانه سره یوسي.
مراد وايي، د کابل ـ واشنګټن ترمنځ د لاسلیک شوي امنیتي تړون له مخې باید هر یو لوری خپل مسوولیت په سم ډول اجراکړي او افغان امنیتي ځواکونه لا زیات تجهیز شي.
دا ډول د مشرانو جرګې هم کابل ته د مک ماسټر په راتګ خوښي ښودلې او له افغان چارواکو یې غوښتي، چې د امنیتي ځواکونو ټولې ستونزې او اړتیاوې دې ورسره شریکې کړي.





