د افغانستان ورزشي خبریالانو د هانګ کانګ په روزنیز کورس کې ګډون وکړ

د اسیا ځوانو ورزشي خبریالانو له‌پاره د مسلکي ورزشي خبریالۍ درېیم پړاو برابر شوی روزنیز کورس د هانګ کانګ په کوربتوب پای ته ورسېد.

د افغانستان ورزشي خبریالانو د فدراسیون د معلوماتو له مخې، په‌دې ۱۰ ورځني روزنیز کورس کې د افغانستان په استازیتوب د ۲ خبریالانو تر څنګ یوې درې کسیزې ډلې هم برخه اخیستې وه.

دا ورکشاپ چې هر کال په یو غړي هېواد کې جوړېږي؛ سږ کال د افغانستان په ګډون د مالیزیا، بنګله‌دېش، چین، منګولیا، ټایوان او هانګ کانګ ورزشي خبریالانو په کې هم ګډون کړی و.

د افغانستان  د ورزشي خبریالانو فدراسیون د معلوماتو پر بنسټ، د هانګ کانګ او چین په کوربتوب د مسلکي ورزشي خبریالانو په روزنیز کورس کې د افغانستان فعال ګډونوال وستایل شول.

د هانګ کانګ او چین په کوربتوب د مسلکي ورزشي خبریالۍ په روزنیز کورس کې له افغانستانه د دې فدراسیون د مرستیال خوشال تایب په ګډون فرهاد محمدي او حمید الله حمیدي تللي وو.

د ورزشي خبریالانو فدراسیون زیاتوي، افغان خبریالانو د اسیایي خبریالانو په ملتیا د خبریالۍ او سپورټي انځورګرۍ د زده‌کړو او تمریناتو تر څنګ د هانګ کانګ ټلوېزیون له ماڼۍ لیدنه وکړه او هم یې دهانګ کانګ په انیسټیټوټ کی د لامبو وهنی،سایکل ځغلونی او ټینس برخو څخه لیدنې وکړې.

د افغانستان د ورزشي خبریالانو د فدراسیون مشر سایرځلاند سلام وطندار سره په خبرو کې په اسیایي ورکشاپ کې د ځوانو ورزشي خبریالانو ګډون وستایلو او زیاته یې کړه، چې د افغانستان ورزشي خبریالانو فدراسیون د دغه لړيو په ترڅ کې غواړي، چې د نورو هېوادونو سره هم اړيکې پراخه کړي او په روان کال کې به یو شمېر نورو هېوادونو ته هم خپل غړي خبريالان واستوي.

دا دویم ځل دی، چې د افغانستان ورزشي خبریالانو د فدراسیون د فعالېدلو وروسته د افغانستان ځوان ورزشي خبریالان د اسیا د ځوانو ورزشي خبریالانو په ورکشاپ کی ګډون کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام