د بلخ ولایت ځينې ښځې وايي، چې په دغه ولایت کې د ښځو لهپاره د انځورګرۍ ځانګړي کورسونو او مرکزونو رامنځ ته کېدل دوی د نقاشۍ هنر ته زیات تشویق کړي دي.
پخوا په دغه ولایت کې د ځينو رواجونو او د ټولنې د سنتي اوسیدونکو له امله د نقاشۍ هنر ته خلکو په ځانګړي توګه ښځو زړه نه ښه کاوه.
خو اوس دغه هنر د پخوا په پرتله ډیر ښه شوی او د مسلکي یادولو لهپاره يې ښځې زیات هڅې کوي.
۲۳ کلنه حفیظه محمدي وايي، چې د ښځو لهپاره يې په بلخ کې د نقاشۍ هنر د تدریس لهپاره په وړیا توګه ځانګړی مرکز جوړ کړی دی.
حفیظه زیاتوي، چې د مېرمنو لهپاره د انځورګرۍ ښځينه استادانو نهشتون لهوجې زیاترو ښځو له دغه هنر څخه لرې پاتې و، خو پر وینا يې اوس دغه ستونزه تر ډيره حل شوې ده.
یو تن انځورګره د حدیثې په نوم وايي، چې پخوا خلکو ښځو ته د دغه هنر د یادولو څخه منع کول، خو اوس زیاتره کورنۍ پوه شوي او خپلو نجونو ته اجازه ورکوي.
هغې زیاته کړه، چې دوی غواړي د انځورګرۍ د هنر له لارې فرهنګسازي وکړي او د ښځو ستونزو ته انعکاس ورکړي.
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رییس صالح محمد خلیق وايي، چې د پخوا په پرتله انځورګري په بلخ کې ښه وده کړې، چې پر وینا يې یو لوی لامل يې د ښځينه وو د ګډون زیاتوالی دی.
د نوموړي پر خبره، انځورګري باید یو ذوق نه بلکې د عاید لاستهراوړلو په یوه سرچینه بدله شي.