افغانستان له اقلیتونو ډک هېواد دی؛ خو قومي دولتونو تل هڅه کړې ده، چې ځان د دې هېواد اقلیت وښيي.
د سیاسي اختیار په حاکمیت سره حاکمانو د هویت نوم، د هېواد، هېوادوالو، جغرافیې، مکان، ژبې، رسمي ژبو او د پیسو نوم او… بدل کړي.
سره لهدې چې په بېلابېلو وختونو کې په هېواد کې د قومونو له بن بست سره مخ شوي او پر وړاندې یې خلک راپورته شوي دي. لکه څنګه چې په نوره نړۍ کې هم د فاشیزم حرص په کش کې دی، په افغانستان کې هم نمایش ته وړاندې شوی دی. دلته هم دا ډول هڅو دوام کړی دی، څه په زور او څه په تطمیع سره.
اوس هم د ټولو قومونو د افغاني کولو هڅې روانې دي، دا هڅې د هماغه بهیر پیلامه ده، چې د نمایشي دموکراتیک فاشیزم په دوره کې روانې وې.
له افغان کلمې سره د ملي هویت په توګه زموږ ستونزه په حقیقت کې د ټولغوښتنې په معنا دی، چې تحميلېږي. هماغسې چې سیاسي حاکمان د «پښتونیزم» په فکر خپل ځان ته د نورو په پرتله په برترۍ قایل دي او نورو هېوادوالو ته په کمه سترګه ګوري، تر دې چې د حاکمیت له بېلابېلو وسیلو نه په ګټې اخیستنې سره دې کار ته هڅه کوي.
البته لهدې توضیح سره، چې پښتونیزم په هېڅ عنوان د ټول دروند پښتون قوم استازولي نهکوي، بلکې یو حاکم اقلیت او توطیهګر غیرپښتانه، له پښتنو سره دوښمنۍ ته راکشوي او پهخپلو فاشیستي نظریاتو سره پښتانه د غیرپښتنو سره په دوښمنۍ اچوي.
دې ډلې د خپلو ناسمو سیاستونو نه په ګټنې سره په کلیو کې پرتو او سپېڅلو پښتنو سره دا ظلم وکړ، چې طالب ته یې د جګړې بیستر جوړ کړ او په بېلابېلو پلمو یې پرې هغوی ووژل.
پهدې غیرانساني سیاست سره غواړي، چې یوازې او یوازې په اقتدار پاتې شي، په داسې حال کې چې دغه غیرانساني سیاست هېوادوال زیانمن کړي. لکه په پښتني سیمو کې د مکتبونو بندېدل او ټول هېواد د ترهګرو په تمځای بدلول. بل خوا لوستي وګړي هم یا د وېرې او یا هم د بل عامل له امله خاموش دي.
د حاکمې ډلې ټوله هڅه د خپل قدرت پراختیا او د دې لهپاره ده، چې وښيي پښتانه اکثریت او نور قومونه لږکي ثابت کړي دغه کار پښتانه د خپل قدرت تضمینولو لهپاره کوي.
په همدې طرز د فکر سره څو دورې حکومت یوازې له ویجاړتیا پرته بله پایله نه ده ورکړې او د هېواد د دې سیاست پایله داده، چې ۲۱ پېړۍ کې لا هم هېوادوال کره او حسابي برېښنايي پېژندپاڼې نه لري.
داسې یو هېواد چې پلازمېنه یې لا هم د کانالیزیسیون سیستم نه لري، د یو امپول نه شتوالي له امله یې کوچنیان مري، لا هم د نړۍ تر ټول بدبخته هېواد دی، داسې یو هېواد چې تر ستوني په فساد کې ښکېل او بلاخره هر افت په دوی راځي او پرې ازمایل کېږي.
ایا دوی کله له ځانه پوښتنه کړې، چې د ډې ټولو بدبختیو مسوول څوک دی؟
حاکمې ډلې هر څه په خپل لاس کې نیولي او په ناسم سیاست سره یې هېواد، د بدبختۍ کومې ته ګوزار کړی دی، کله چې ځینې د ظلم او تمامیت غوښتنې په مقابل کې غږ پورته کړي؛ نور هغه بیا که د مصلحت، سیاست او یا هم بل کوم دلیل او امتیاز له امله وي ځانونه غلي نیسي په څرګند ډول وايم دا هېواد به نیکمرغه نه شي.
د دغه ظلم او غیرانساني سیاست په مقابل کې د حق چغه به د جدایۍ تر بریده هم غلې نهشي.
دغه ډول معامله ګر چارواکي چې ټوله هڅه یې پیسې او شتمني ده؛ دوی پوهېدلي چې د حق له خبرې د دفاع کولو شرف او هېڅکله له واقعیت سره د مخامخ کېدو مخ نه لري.
موږ په دې خاوره کې اوسېږو د هر وګړي په کچه دلته د هستوګنې حق لرو نه له چا کم او نه له چا زیات یو.
کله چې یوه ډله په "بې حیایۍ" او استبداد سره راشي، زموږ له پاره هویت ټاکي او ژبه راته تعریف کړي؛ بنا موږ هم د دې حق لرو له خپلې ژبې او هویته دفاع وکړو او د دې دفاع توان هم لرو.
هغو کسانو ته په خطاب چې وايي، که افغان نه یئ؛ بیا دې هویت څه دی؟ څرنګه چې څو ځلې مو واضح کړې موږ په افغانستان کې اوسېږو او خپل هویت افغانستاني منو؛ هغه څوک چې افغان له افغانستاني سره مترادف ګڼي؛ یا دا ده، چې دوی نه پوهېږي او یا غواړي خپله چوپتیا توجیې کړي.
هغه وګړي چې وايي افغان نه یم؛ نو څوک دي؟ معلومه ده، دا هېواد قومي دی، پولي واحد یې قومي دی، ملي سرود یې قومي دی؛ پس افغانستاني یو. کله چې فاشیزم له خپلې ټول غوښتنې نه تېریږي او غواړي افغان درباندې تحمیل کړي موږ هم حق لرو په ښکاره د هېواد نوم، د پولي واحد ژبه، د ملي سرود ژبه او ډېر داسې نور څېزونه پو پر بل پسې بدل کړو.
د حللار داده، چې د هېواد اوله درجه مسوولین له هویت ستیزانه سیاستونو لاس واخلي، دغه راز افغان کلمې له تحمیله چې یو قومي هویت دی او همدا ډول د فارسي ژبې چې د دې خاورې د خلکو مدني میراث دی له مخالفته یې تېر شي.
له دې پرته په لومړي سر کې به فارسي ژبي او نور قومي خلک چې په برابرۍ او عدالت معتقد دي؛ د افغانستان نوم چې یو قومي نوم دی فرا قومي (خراسان) او د دې نوم بدلولو له پاره به کار پیل کړي.