د نفوسو د ثبت او احوال قانون لاهم ولسي جرګې ته نه‌دی استول شوی

یوه میاشت مخکې د ولسمشر په فرمان د نفوسو د ثبت او احوال په قانون کې د برېښنایي تذکرو په اړه ځېنې تعدیلات راغلل. له دې وروسته د ملي شورا ځینو غړو په وار ـ وار غوښتنه کړې، چې د ملي شورا تقنیني کال له پرانیستنې وروسته باید دا قانون د یوې میاشتې په اوږدو کې د تصویب له‌پاره ورلیږل شوی وی؛ خو لا نه‌دی ورلېږل شوی.

د ولسي جرګې دویم مرستیال محمد نذیر احمدزی بیا سلام وطندار ته وویل، چارواکو ډاډ ورکړی، د نفوسو د ثبت او احوال په قانون کې د تعدیلاتو فرمان به په روانه اوونۍ کې ولسي جرګې ته وراستول شي.

د چارو کتونکي بیا وایي، حکومت باید دا کار پخوا کړی وی او د ملي شورا د کار له پیل سره سم یې د نفوسو د ثبت او احوال د قانون تعدیلات د تصویب په موخه وراستولی وی.

د چارو څېړونکی فیض محمد ځلاند وایي، حکومت غواړي د برېښنایې تذکرو په ځنډولو سره ځانته دلایل پیداکړي او ټاکنې وځنډوي.

د نوموړي پر وینا په حکومت کې دننه چارواکي هڅه کوي دا ملي بهیر سیاسي کړي او له بلې خوا  د نفوسو د ثبت او احوال اداره هم یو قوم په لاس کې نیولي ده، چې دا هم یو ګواښ دی.

خو په همدې حال کې د ولسمشر ځای ناستی ویاند شاه حسین مرتضوی په خبري غونډه کې وویل، ډېر ژر به د نفوسو د ثبت او احوال قانون د تعدیلاتو په اړه د ولسمشر فرمان ملي شورا ته واستول شي.

د نفوسو د ثبت او احوال د قانون طرحه تردې وړاندې هم د ملي شورا له خوا تصویب شوې وه، خو کله چې د افغان کلمه ورڅخه ووېستل شوه؛ د یو شمېر سیاسي او مدني فعالانو کلک غبرګونونه یې راپورته کړل له مخې یې بېرته په دې قانون کې تعدیلات راوستل شول او د افغان کلمې ترڅنګ د قوم نوم او دین په کې ورزیات شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام