.jpg)
محبالله په یوه مدرسه کې د طالبانو له لوري ځانمرګي برید لهپاره روزل شوی و، خو ډېر کم کسان به باور وکړي دغه کمکی ځوان اوس یو مډال د ریاضي او دوه مډالونه د تکواندو په ریشته کې ګټلي دي.
محب الله د ترهګرو له لوري په بغلان کې د ترهګریز برید کولو له پاره په میاشتو، میاشتو روزنه ورکړل شوې وه؛ خو د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو او د ماشومانو د سمون او تربیې مرکز ته وسپارل شو.
نوموړی اوس د ځوانۍ عمر ته رسېدلی وايي، درې میاشتې وخت یې ونیولو چې د حکومت ضد افکار او ترهګریز برید طرحه یې له ذهنه ومینځل شوه او خپل عادي ژوند ته راوګرځېد.
محب الله وايي: "طالبانو د دین له نومه په استفادې ماشومان غافلول ترڅو دولتي مامورین ووژني."
دغه کمکی ځوان وايي، که برخلیک دی د ماشومانو سمون او روزنې تر مرکزه نه وی رسولی؛ ښايي اوس به په کومه جنګي جبهه کې سرګردانه و.
محب الله زیاتوي، دی له هغو لسګونو ماشومانو دی، چې طالبانو یې د ترهګریزو بریدونو له پاره کارولو.
نوموړې د ماشومانو سمون او روزنې مرکز د پېر له پای ته رسولو وروسته په هېواد کې د امنیتي ستونزو له امله یو اروپايي هېواد ته ولېږل شو.
ده وکولای شول د ریاضي په یوې سیالۍ کې لومړی مقام او د سرو زرو مډال وګټي؛ خو دا د هغه لومړنۍ او وروستۍ بریا نه، بلکې د تکواندو په سیالیو کې یې هم دوه د سرو زرو مډالونه وګټل.
.jpg)
د بغلان ولایت د ماشومانو د سمون او روزنې مرکز مشر محسن شیرزاد وايي، محبلله په لومړیو ورځو کې چې دې مرکز ته راوستل شول د ترهګریزو افکارو زیات فشار لاندې و، خو زیات وخت یې ونه نیولو، چې له دغو اندونو یې خدای په اماني وکړه.
شیرزاد وايي، نوموړی د امنیتي ګواښونو له کبله یو اروپايي هېواد ته سفر وکړ.
د ماشومانو د سمون او روزنې مرکز د هغو ماشومانو د ساتنې او روزنې ځای دی، چې بېلابېل جرمونه یې کړي وي.
په دې مرکزونو کې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه ماشومان وروړل شوي او دلته د روزنې سربېره کسب او کمال هم ور زرده کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بغلان د حج او اوقافو رییس په دې ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د شاوخوا ۲ زره دینې مدرسو له موجودیته اندېښنه ښودلې وه او ویلي و، چې طالبانو په دغو مدرسو کې ماشومانو ته ذهني مینځنه ورکوي.





