د ولسي جرګې دویم نایب نذیر احمدزي سلام وطندار ته وویل، چې ولسمشرمحمد اشرف غني د دې جرګې له پلاوي سره د وروستۍ لیدنې پر مهال ژمنه ورکړې، چې ډېر ژر به د ملي دفاع، کورنیو چارو او ملي امنیت په ادارو کې د فساد د مخنیوي او امنیتي حالاتو د ښهوالي په موخه هغه کسان له دندو ګوښه کړي، چې د سیاسي، سمتي او نورو مسایلو پر اساس په دندو ګمارل شوي دي.
احمدزي د مشخصو پوسټونو او اشخاصو نومونه وانهخیستل؛ خو زیاته یې کړه، چې دا ټاکنې به په لوړه او ټیټه کچه وي. د ده پر وینا، هغه کسان چې د سیاسي ملاحظاتو له مخې ټاکل شوي؛ پر ځای به یې په کار پوه او مسلکي اشخاص په دندو وګومارل شي.
د ولسي جرګې دویم نایب سلام وطندار سره په خبرو کې دا هم وویل، چې د حکومت لهخوا د امنیتي او دفاعي سکتور له ډلو ـ ټپلو د پاکولو ژمنه د نړیوالو مرستندویو هېوادونو سره شوې ده.
احمدزي همدارنګه ټینګار وکړ، چې د امریکا، ناټو او اروپايي ټولنې یو ګډ پلاوی به ډير ژر کابل ته د سفر پر مهال له امنیتي او دفاعي سکتور سره د ۱۹۰ بېلابېل ډوله الوتکو او دغه راز نږدې ۵ ملیارده ډالرو مرستې هم اعلان کړي.
په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د بدلونونو او اصلاحاتو په اړه د چارو څېړونکي یوه خوله نهدي، په همدوی کې یو شمېر خوشبین؛ خو یو شمېر نور بیا یوازې د ولسمشرۍ ماڼۍ لهخوا شوې ژمنې بولي.
د چارو څېړونکی جاوید غفور وایي، که ولسمشر خپله کړې ژمنه عملي کړې؛ نو په امنیتي وضعیت به ښه اغېزه وکړي؛ خو پر وینا یې، دغه بدلونونه د وزیرانو او لوړپوړیو چارواکیو تر کچې نه، بلکې د ټيټ پوړيو هغوی تر کچې دي.
دا پهداسې حال کې ده، چې له دې مخکې به په ملي او نړیواله کچه په افغان چارواکیو دا نیوکې کېدلې چې د ناامنیو د زیاتېدو او په امنیتي ادارو کې د فساد د زیاتېدو سترلامل په دندو کې د کار وړ کسانو نه ګومارل او د قومي او سیاسي جوړښتونو لهخوا واسطې او بېغوري په ګوته کړې.
خو دا موضوع داسې مهال راپورته کېږي، چې نړیوالې ټولنې په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د اصلاحاتو په بدل کې د لازیاتو مرستو او تجهزاتو ژمنې هم کړې دي.