په غزني کې د وحشي ژویو او الوتونکو ښکار زیات شوی

د غزني په امنو سیمو کې د وحشي غرڅو او ناویاته مرغانو ښکار په ژمي کې زیات شوی او دا چاره د غزني یو شمېر اوسېدونکو ته په یو کسب اوښتې.

د غزني د چاپېریال ساتنې اداره خبرداری ورکوي، که د دغو وحشي ژویو او مرغانو د ښکار مخه ونه نیول شي؛ نسل به یې له منځه لاړ شي.

د چاپېریال ساتنې ادارې مسوول شبیر احمد احمدیار سلام وطندار ته وویل، د ناور، جغتو او قره باغ ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي دغو سیمو کې د غرڅو او مرغانو ښکار کوي.

د احمد یار پروینا، ملي پولیسو او اړوندو ادارو یې د مخنیوي له‌پاره کوم اقدام نه دی کړی.

دی وايي، په تېرو کلونو کې یې د نایابه مرغانو او وحشي ژویو ښکار مخنیوي په اړه ښوونځیو او ولسوالیو کې پروګرامونه جوړ کړي وو، خو مثبته پایله یې نه ده ورکړې.

د غزني د چاپېریال ساتنې اداره وايي، امنیتي ځواکونو د ښکار په مخنیوي کې مرسته نه ده کړې او دوی هم په جغتو ولسوالۍ کې د الوتونکو او وحشي ژویو ښکار کوي.

د غزني د ولایتي شورا غړی حمیدالله نوروز وايي، په وروستیو څلورو کلونو کې ښکار د غزني په خلکو کې په یو دود بدل شوی دی.

نوروز زیاتوي دولتي کسان، زورواکي او ځایي خلک د سیل په موخه ځينو سیمو کې د مرغانو او وحشي ځناورو ښکار کوي او له دې لارې پيسې ګټي.

دی وايي، چې په دغو سیمو کې د غرڅو، بازانو، لېوانو او نورو ژویو نسل د ورکېدو په حال کې دی.

 په همدې حال کې د غزني یو شمېر کلیوالي سیمو اوسېدونکي هم وايي، خلک په ده یک، قره باغ، جغتو او ناور ولسوالیو کې وحشي ژوي او کم پیداکېدونکو مرغانو ښکار کوي.

د جغتو او ده یک ولسوالیو دوه اوسېدونکي حسن او ظفر خان وايي، د دوی په سیمو کې د زرکانو، غرڅو، سویانو او نورو ژویو ښکار زیات شوی او د دغو ژویو نسل د ورکېدو په حال کې دی.

دوی وايي، خلک د زرکانو او غرڅو غوښو د کباب په خاطر دغو سیمو ته ورځي او د دغو ژویو او الوتونکو ښکار کوي.

خو د غزني امنیه قوماندان جنرال امین الله امر خېل سلام وطندار وویل، د وحشي ځناورو او مرغانو له بې خرته ښکاره خبر نه و او زیاتوي، له دې وروسته به یې مخه ونیسي.

امرخېل د غزني له خلکو غواړي، د ښکار مخنیوي په تړاو له پولیسو سره مرسته وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام