د تخار ۵۰ کلن سینما بیا رغول کيږي

له لسګونو کلونو راهیسې په تخار ولایت کې یوه سینما موجوده ده، چې هغه هم له تېرو ۱۶ کلونو ویجاړ پروت دی او د کراچیو او وړو غرفو په تم‌ځای بدل شوی دی.

خو د دغه ولایت د ښاروالۍ مسوولین په پام کې لري، چې دغه سینما یو ځل بیا ورغوي، څو خپل فعالیتونه په نوې بڼه پېل کړي.

د تخار ولایت ښاروال عزیز مقصودي وايي، چې د دغه سینما د بیا رغولو په برخه کې به ۳ میلیونه افغانۍ ولګول شي.

هغه وايي، چې دغه سینما به په پرمختللو او مډرنو وسایلو سمبال وي او د وسایلو د واردولو په موخه يې هم د بهرنيو هېوادونو سره پلان وروستی کړی دی.

لیکوال او شاعر وحید بکتاش وايي، چې د تخار د ښاروالۍ دغه کار بې‌ساری دی او هرکلی ورته وايي.

د هغه پر خبره د دغه سینما بیا رغول به د تخاریانو فرهنګ دوباره ژوندی کړي.

هغه زیاتوي، چې د تخار سینما د دغه ولایت تر ټولو زوړ فرهنګي نښه ده او وايي، چې له رغولو وروسته به د نورو سینماګانو خلاف د ملي ژبو تر ټولو ښه اثار نندارې ته وړاندې شي.

د ویلو ده، چې د تخار سینما ۵۰ کاله وړاندې جوړ شو و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام