یوه میاشت وروسته به د ولسي تړون پر کړن‌لارې عملي کارونه پېل شي

د کلیو پراختیا او بیا رغاونې وزارت چارواکي وايي، چې د ولسي تړون کړن لاره په نوي لمریز کال کې پېل شي.

د معلوماتو پر بنسټ، د ولسي تړون کړن‌لاره د روغتیا، پوهنې، د څښاک اوبو، بریښنا او کرنیزو زیربناوو په برخو کې د پرمختیایي شوراګانو له لارې خدمتونه وړاندې کوي.

د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزیر نصیراحمد دُراني د شنبې ورځ کابل کې د خبري غونډې پرمهال د ملي پیوستون کړن لارې پای او د ولسي تړون کړن لارې پیل اعلان کړ.

دُراني وویل، د ولسي تړون کړن لاره د راتلونکي وري میاشتې له لومړۍ نیټې پیلیږي.

د کلیو پراختیا او بیا رغاونې وزیر: نصیراحمد دُراني

 د هغه پروینا، د ولسي تړون کړن لاره د افغان ډلې له خوا د نړیوال بانک په په تخنیکي همکاري د شپږو میاشتو په اوږدو کې طرح او ډیزاین شوې او د پیل له پاره یې ټول پړاوونه د بشپړیدو په حال کې دی. 

دُراني زیاته کړه، د ولسي تړون کړن لاره د لسو کلونو له پاره ډیزاین چې په لومړيو څلورو کلونو کې یې لګښت یو میلیار امریکایي ډالر اټکل شوی.

"د ولسي تړون کړن لارې عملي فعالیت د ۲۰۱۷ کال له اپریل او مارچ یانې د وري او غوایي میاشت کې د افغانستان له ولسوالیو پیلیږي."

د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزیر نصیر احمد دراني پروینا د ولسي تړون کړن لاره کې د فساد مخنیوي له پاره میکانیزم په پام کې نیول شوی.

دغه راز، خبري غونډه کې ښاغلي دراني د ملي پیوستون کړن لاره چې په تیرو ۱۴ کلونو کې د افغانستان په کلیو کې پلې شوې بریالۍ وبلله زیاته یې کړه چې په دې موده کې ۱،۵ میلیارده ډالر پرې لګیدلي چې ۷۰ ٪ یې د پرمختیایي شوراګانو له لارې لګول شوي دي.

دُراني وایي، چې د ملي پیوستون کړن لارې پر بنسټ ۸۶ زره پروژې د سرکونو، د څښاک اوبو کانالونو، لمریزې بریښنا، د ښوونځیو ټولګیو، ټولنیزو سالونونو او روغتونونو جوړولو په برخو کې پلې شوې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام