د لغمان ولایت مرکز اړوند بسرام سیمه کې د مولوی حبیب الرحمان لیسې په یو ټولګي د راکټ لګېدو له امله دوه زده کوونکي وژل شوي او یو ښوونکي او ۶ زده کوونکي ټپيان شوي دي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، دغه راکټ د حکومت مخالفینو ویشتلې ده.
دی وايي، چې د پېښې ټپيان د مهترلام مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
خو د لغمان د پوهنې ریاست د څارنې مشر امیراغا بیا وايي، چې دغه راکټ د ملي اردو له یوې نږدې مرکز ویشتل شوې ده.
دی وايي، چې وژل شوي او ټپیان د یو ټولګي زده کوونکي دي.
دغه راز د لغمان ولایتي روغتون رییس ډاکتر عطاالله نیازي سلام وطندار ته وویل، چې دوی ته یې د دوو وژل شویو زده کوونکي جسدونه او ۷ تنه ټپیان وروړي دي.
په ورته وخت کې ولسي خلکو د وژل شویو زده کوونکو جنازې د لغمان ولایت مقام مخې ته د اجتجاج په توګه وروړي دي.
لاریونوالو له ولایتي ادارې د پېښې عاملینو د نیولو غوښتنه کوله.