
د جوزجان سیمهییز چارواکي په دې ولایت کې د طالبانو لهخوا د ۵۲ تنو کروندګرو د تښتولو خبر ورکړی دی.
د جوزجان ولایت د والي ویاند محمدرضا غفوري سلاموطندار ته د دې موضوع په تایید سره وايي، چې تېره شپه ناوخت مهال طالبانو د درزاب ولسوالۍ د چهارسای، چهاربند او چهل تپې سیمو نه دغه شمېر کروندګر له ځانه سره وړي دي.
د غفوري پر وینا، طالبانو دا کروندګر د جوزجان لهپاره د طالبانو نومول شوي والي مولوي محمدالله ته، چې په منصور مشهور دی د درزاب ولسوالۍ «یورت حاجي فتعالله خان عليزي» سیمه ته ور وړي دي.
طالبانو یا بلې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې مخکې هم د دې ولایت له شاوخوا سیمو نه ملکي وګړي تښتول شي وو.





