د تخنیکي تعلیماتو معنیت: په کانکور ازموینه کې ناکام شوي؛ نه جذبوو

د پوهنې وزارت د تخنیکي تعلیماتو معینت وایي، د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم یوازې هغه کسان کولای شي، د دوی په اړوند ښوونیزو بنسټونو کې جذب شي چې په تخنیکي برخو کې د زده کړو لېوالتیا ولري.

د تخنیکي تعلیماتو معین راحیل محمد فورمولي په کابل کې خبري غونډې ته وویل، هغه کسان چې په کانکور ازموینه کې پاتې راځي او له علاقې پرته د لوړو زده کړو وزارت له خوا دې معنیت ته د ورپېژندل کېږي ښوونیزو بنسټونو ت به یې جذب نه کړي.

فورمولي وايي، دغه زده کړیلان له دوو کلونو تحصلي دورې وروسته د پوهنتونونو په نورو څانګو کې ځانونه شاملوي او پر وینا یې، زیاتره هغه یې په دې شرمیږي، چې د پوهنې وزارت د تخنیکي تعلیماتو معینیت له ادرسه د کار بازار ته دننه شي.

د فورمولي پر وینا، د ۱۳۹۶ کال څخه به یوازې هغه کسان په خپلو اړوندو تعلیمي بنسټونو کې نیسي، چې په خپله خوښه تخنیکي زده کړو ته راځي.

په همدې حال کې د پوهنې او روزنې ځینو کارپوهانو د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو معنیت له دغه اقدامه هرکلی کوي.

د پوهنتون استاد سیدجعفر احمدي وایي، دغه ګام به د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو د راتلونکي له پاره ګټور وي او همدا راز، هغو کسانو له پاره چې غواړي عملي کار وکړي کېدای شي، ښې لاس ته راوړونې ولري.

د احمدي پر وینا، که چېرې د تخنیکي برخې لېواله کسانو له پاره په جلا توګه کانکور جوړ شي ټول هغه کسان چې توان ولري کولی شي په اسانۍ سره جذب شي او په مستقیمه توګه د افغانستان د کار بازار ته دننه شي.

د پوهنې وزارت د تخنیکي تعلیماتو معنیت په ټول هېواد کې په ۲۹۴ ښوونځیو او انسټیټونو کې په ۶۸  بېلابېلو حرفوي برخو کې زده کونکو ته زده کړې ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام