پاکستان تر ډسمبره قانوني کډوالو ته د پاتې کېدو نېټه وغځوله

په پاکستان کې مېشت د افغان کډوالو په اړه د هغه هېواد کابینې نوې پرېکړې وکړلې. په دغه پرېکړو کې راغلي، هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد په لاس کې لري د ۲۰۱۷ کال ډسمبر تر ۳۱ نېټې په هغه هېواد کې اوسېدلی شي.

د سه شنبې په ورځ ناوخته د پاکستان د اطلاعاتو  وزیرې مریم اورنګزېب رسنيو سره په خبرو کې د کډالو په اړه د مرکزي کابینې پرېکړې او منظورکړې پالیسۍ جزیات شریک کړل.

مریم اورنګزیب وویل، د شوې پرېکړې له مخې هغه کډوال چې قانوني اسناد لري د روان کال تر ډسمبر او ناقانونه کډوال پرته له ویزې تګ ـ راتګ نه شي کولی.

مېرمن مریم وايي، مرکزي کابینې د پاکستان کورنيو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د راجستر کولو په اړه د پلټنو لړۍ تر راتلونکې ‌‌ډسمبر بشپړه کړي.

بل اړخ ته په پاکستان کې د افغانستان سفير ډاکټرعمرزاخېلوال د پاکستان يو خصوصي تلويزیون ته ویلي، چې پاکستان ته د افغانانو تګ ـ راتګ دغه هېواد ته اقتصادي ګټې له ځان سره لري.

زاخېلوال وايي، که سرحدي سیمې وکتل شي، نو له کوټې تر پېښوره او د سوېلي او شمالي وزیرستان اقتصاد د کرښې اخوا پورې تړلی دی؛ دغه راز د اخوا اړخ اقتصاد په دې لوري ولاړ دی.

په همدې حال کې د ورکړل شويو معلوماتو پر اساس د پاکستان مرکزي کابینې په نویو پرېکړو کې افغان زده کوونکو، ناروغانو او کار کوونکو له پاره د ځانګړې ویزو د وېش سپارښتنه هم کړې ده.

له دې وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي و، چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال چې قانوني اسناد په لاس کې ولري د ۲۰۱۷ کال د مارچ تر اخره هلته اوسېدلی شي.

تازه په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې هم اعلان کړی، چې په خپله خوښه ستنېدونکي کورنۍ دې د دوی له دفترونو سره ځان را جستر کړي، چې د هوا په ښه کېدو به د کډوالو د ستنېدنې لړۍ بیا پیل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام