داعش په جوزجان کې د سره صلیب ۶ تنه کارکوونکي وژلي

داعش وسله‌والو د جوزجان په قوش‌تپې ولسوالۍ کې د سره صلیب ۶ تنه کارکوونکي وژلي دي.

دا پېښه تقریباً څو ساعته مخکې قوش‌تپې ولسوالۍ د ترکمن‌قدقِ سیمې په لویدیځه برخه کې شوې ده.

د جوزجان ولایت د امنیت امر عبدالحفظ خاشع د دې مطلب په څرګندولو سره ویلي دي، چې په دې برخه کې څېړنې پیل شوي او د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ پولیس سیمې ته رسېدلي دي.

دغه انځور حلیمې صدف سلام وطندار ته رالېږلی پر وینا یی  د سره صلیب د وژل شویو مامورینو جسدونه دي

د جوزجان ولایتي شورا غړې حلیمه صدف وايي، د سره صلیب مامورین په سیمه کې د سروې پرمهال په موټر سایکل سپرو ناپېژندو وسله والو له خوا کلابند شوي او بیا په ګولیو ویشتل شوي دي.

د سیمه ییزو پولیسو قوماندان حفیظ الله وايي، داعش او طالب وسله وال د پېښې مسوولیت په یو او بل وراړوي، خو شواهد ښيي، چې د پېښې عاملین داعش وسله وال دي.

په ورته وخت کې یوې بلې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، د پېښې سیمه د طالب او داعش وسله والو تر کنترول لاندې ده او له همدې امله د قومي مشرانو په منځګړیتوب هڅه کوي، چې د وژل شویو کسانو جسدونه مرکز ته ولېږدوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام