اعتراض کوونکي: د جاغوري تجزیه کېدل نه، بلکې ولایت غواړو

د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ لسګونو اعتراض کوونکو په کابل کې یوې اعتراضیه غونډه کې وویل، چې هېچا ته د جاغوري ولسوالۍ د تجزیې اجازه ور نه کړي.

ولایت ته د جاغوري ولسوالۍ لوړېدو ملاتړ ولسي بنسټ اعتراض کوونکو د سرور دانش او محمد محقق له لوري په درېیو ولسوالیو د جاغوري وېش په وړاندیزي طرحه نیوکه وکړه.

دوی یو پرېکړه لیک ولوست او ویې ویل، هېڅوک او هېڅ ډله د جاغوري خلکو له رایې پرته نه شي کولی، ولسوالۍ په بېلابېلو اداري واحدونو وویشي.

دغه بنسټ له حکومته وغښتل، چې جاغوري دې ولایت کړي.

د دې بنسټ غړي اسدالله انصافي وویل، د افغانستان د اساسي قانون د ۱۳۶مادې له مخې جاغوري د ولایت کولو تشکیل لازم شرایط پوره دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د دویمې مرستیالۍ مطبوعاتي دفتر سلاکار محمد هدایت سلام وطندار ته وویل، دوه میاشتې مخکې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او د اجرایوي ریاست دویم مرستیال محمد محقق د جاغوري ولسوالۍ د زیات نفوس له کبله حکومته طرحه وړاندې کړه، چې جاغوري په درېيو اداري واحدونو جدا شي.

دی وايي، دغه طرحه د جاغوري د تجزیې په معنا نه ده او زیاته یې کړه، جاغوري ولسوالۍ ته د ټولپوښتنې له پاره یو پلاوی هم ورلېږل شوی دی.

د جاغوري دغه اوسېدونکي وايي، په ۱۳۸۵ کال کې د ولایت کچې ته د لوړلو په خاطر د دې ولسوالۍ ټولې اداري او قانوني چارې بشپړې شوې وې او اوس باید تعقیب شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام