ننګرهار کې د ختیځ په کچه د وریجو د پروسس لومړنۍ فابریکه جوړه شوه

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت څخه سلام‌وطندار ته د رسېدلو راپورونو له‌مخې، د دغه ولایت اړوند په بهسودو ولسوالۍ په بهسود خاص سیمه کې د وریجو د پروسس یوې فابریکې په کار پېل وکړ.

راپور وايي، چې  د دغې فابریکې د لګښت یو څه اندازه د (USAID) یا د امریکا پراختیايي ادارې له‌خوا ورکړل شوې، خو زیاته برخه يې بیا یو افغان پانګوال له خپل شخصي جیبه ورکړي دي.

د فابریکې خاوند ملک غلام‌نبي وايي، په یاده فابریکه یو نیم میلیون امریکايي ډالر لګولي، چې د پیسو ۱۵ سلنه مرسته ورسره "یو، ایس، آي، ډي" هم کړې ده.

نوموړی وايي، دغه فابریکه په یو ساعت کې پنځه ټنه وریجې تولید او بسته بندي کوي.

د وریجو د تولید د یادې فابریکې د مشر غلامإنبي پر وینا، فابریکه کې ورسره اوس‌مهال ۵۰ کاریګر کار کوي، خو په غیر مستقیم شکل یې نیږدې څلورو زرو کسانو ته کاري زمینه برابره کړې ده.

هغه وايي، دوی له کروندګرو سره د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرې او په نورو برخو کې هم مرستې کوي.

بل‌خوا ځايي اوسېدونکي او کروندګر د یادې فابریکې په جوړېدو خوشاله دي او له سوداګرو غواړي، چې په خپلو سیمو کې دې دغې ته ورته فابریکې جوړې کړي.

"حاجي حبیب‌الله د بهسودو ولسوالۍ یو کروندګر یم. زه ډېر خوشاله په دې یم، چې زموږ په دې منطقه کې داسې ابتکار شوی. له دې فابریکې چې کوم مواد وځي، هغه په ډېر مدرن شکل راوځي."

ډېر په دې اند دي، که چېرې په کور دننه د کرنیزو حاصلاتو د پروسس او بسته بندۍ دغه ډول فابریکې جوړې شي، نو له یوه لوري به د کروندګرو حاصلات په لوړه بیه پلورل کېږي او له بل طرفه به له بهره د غذايي موادو د راوړلو کچه هم را ټيټه شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام