کندهار کې د ښکار له وېرې د مرغانو او ژویو نسل د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی

د کندهار د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولانو سلام‌وطندار ته وویل، چې ښايي د دې ولایت په ځېنو ولسوالیو کې خپله پولیس په غیرقانوني ښکار کې لاس ولري او د چاپېریال ښکلا له ګواښ سره مخ کړي. 

د کندهار د چاپېریال ساتنې ریاست د پلان مدیرلعل شاه وايي، چې د دې ولایت په دامان ولسوالۍ کې هوسۍ، په شګو کې بازونه، په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د غره پسونه، هیلۍ، زرکې، په معروف ولسوالۍ کې سیسۍ، شکوڼ، شغالان، په ارغستان کې لېوان، ځيږګيان، بېلابیل مرغان او په ځېنو غرنیو سیمو کې بیا پړانګان اونور پېژندل شوي وحشي ځناور او مرغان اوسېدل، چې په تېرو جګړو کې وژل شوي، تښتېدلي او هغه چې پاتې دي، په غیرقانوني ډول ښکار کېږي.

ده زیاته کړه، په دې اړه پخواني ولسمشر حامد کرزي په ۱۳۸۹ لمریز کال کې ۱۷۰۰ ګڼه فرمان هم صادر کړی و، چی په هغه کې په غیرقانوني ډول د مرغانو ښکار بند شوی و او سرغړوونکيو ته یې د قانوني تعقیب ګواښ کړی و.

لعل شاه زیاتوي، چې د ولایت مقام په لارښوونه ټولو دولتي ادارو په ځانګړي ډول امنیې قوماندانۍ، قول اردو او د ولسوالیو امنیتي مسوولانو ته د مرغانو د ښکار د مخنیوي په موخه رسمي مکتوبونه لېږ شوي دي.

د کندهار یو شمېر اوسېدونکي هم د مرغانو غیرقانوني ښکار غندي او د مسوولانو او امنیتي ځواکونو تر څنګ له ښکاریانو هم غواړي، چې د چاپېریال ساتنې په پار له دې کاره لاس واخلي. دوی غواړي، چې د طبیعت ښکلا ته پام وشي او د مرغانو او حیوانانو د نسل تلپاتي‌والي ته فکر وکړي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ټولې هغه اوازې رد کړې، چې ګنې په ځېنو ولسوالیو کې پولیسو د وحشي مرغانو په غیرقانوني ښکار کې لاس لري.

د دراني پر وینا، دوی د چاپېریال ساتنې او نورو ریاستونو سره همکار دي او هېچاته اجازه نه ورکوي، چې په هېڅ نوم قانون تر پښو لاندي کړي.

د ده په خبره، دوی ته شخص مهم نه دی، بلکې د عمل اجرا کوونکی ورته مهم دی، هغه که هر څوک وي، چې دا او دې ته ورته نورې شتمنۍ په بې‌غورۍ له منځه وړي؛ قانون پرې پلی کوي.

د زراعت د برخې متخصصان په دې باور دي، چې ځنګلونه، مرغان او وحشي ژوي د چاپېریال د ښکلا ترڅنګ د ژوندیو موجوداتو روغتیا ته هم ډیره ګټه لري، چې ساتنه او پالنه یې د هر وګړي دنده ګڼل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام