په دې وروستیو کې د هسپانيې لالیګا سیالیو کې ریال ماډریډ د نړۍ فوټبال پياوړو ټيمونو په پرتله ډېر تیز روان و او په میاشتو میاشتو يې باخت نه و تجربه کړی.
خو اوس د څه باندې لسو میاشتو وروسته يې د فوټبال "سویلا" په نوم لوبډلې له خوا ماته وخوړه.
د ریال ماډریډ لوبډلې د وروستي ځل لهپاره په تیر ۲۰۱۶ میلادي کال اپریل میاشتې په ۶ مه نیټه ماته خوړلې وه.
د سیالیو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، سویلا لوبډلې د یوې په زړه پورې لوبې وروسته ۲ د ۱ ګول په وړاندې مخکښې ریال ماډریډ لوبډلې ته ماتې ورکړه او د یادې لوبډلې ریکارډ یې پای ته ورساوه.
ریال ماډریډ څو ورځې وړاندې د بارسلونا لوبډلې د ۳۹ لوبو هغه ریکارډ مات کړ، چې ۴۰ مه لوبه يې هم د خپل ځانه په ګټه پای ته ورسوله.
په سیالۍ کې لومړی ګول هم ریال ماډریډ لوبډلې ته د لوبې په دویمه نیمایي ۶۷ مه دقیقه کې د پنلټي په مټ کریسټیانو رونالډو ترسره کړ، خو وروستي ۲ ګولونه سویلا لوبډلې ووهل.
لوبه هغه مهال مساوي شوه، چې سرجي راموس د خپلې پخوانۍ لوبډلې سویلا په ګټه خپل ګول ته بال دننه کړ.
ریال ماډریډ او مینهوال یې هغه مهال هک پک شول کله چې د لوبې په وروستۍ ۹۰ مه دقیقه کې له انټرمیلان لوبډلې څخه په پور اخیستل شوی احتیاطي لوبغاړي سټیفن جویټیک د روانی اوونۍ دویم ګول ترسره کړ او لوبډلی ته یې مخکیوالی او بریا ورکړه.
سویلا لوبډلی پهدې بریا سره نه یواځې ریال ماډریډ ته د ماتې خوند ور په خوله کړ ترڅنګ یې بله مخکښه بارسلونا لوبډله هم له دویم مقام څخه ګوزار کړ او دغه مقام یې خپل کړ.
د یادونی وړ ده، چې اوسمهال په روانو لالیګا سیالیو کې د لومړیو ۳ مخکښه لوبډله ریال ماډریډ ، سویلا او بارسلونا ترمینځ یوازې د یو یو امتیاز فرق پاتې دی پهداسې حال کې، چې ریال ماډریډ لوبډله له ۲۰۱۲ م کال راهیسې دلالیګا سیالیو د لومړۍ اتلولۍ په تمه ده.