د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی مشهور کپټان او تکړه بېټسمین نوروز منګل په رسمي ډول له نړیوال کرکټ استعفا ورکړه او د دولت احمدزي پر ځای د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د مشر په ټوګه وټاکل شو.
د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل په رسنیزه غونډه کې د ملي لوبډلې پخواني روزونکي ولي امین او احمدشاه سلیمان خېل یې د غوراوي کمېټې د غړو په توګه معرفي کړل.
دغه راز په دې ټاکنو کې هستی ګل عابد د تنظیم کمېټې مشر او رییس احمدزی، سیدانور شاه قریشي او نجیب الله حیات خېل د دې کمېټې د غړو په ټوګه معرفي شول.
د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل وویل، دروند مسوولیت ورته سپارل شوی او په دې برخه کې به خپل ټول تلاش وکړي او زیاته یې کړه، هېڅ ډول سیاسي فشارونه به ونه مني او هر لوبغاړی به د وړتیا له مخې غوره کړي.
دغه راز هستي ګل عابد وویل، د کرکټ نړیوالې شورا او د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې له ټولو اصولو او مقرراتو سره سم به کار وکړي.
ده وویل، د بورډ کارکوونکو، د ملي او کورني کرکټ لوبغاړو سرغړونې به د قانون له مخې وڅېړل شي.
د غوراوي او تنظیم کمېټې د نویو غړو د ټاکلو پرمهال د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل وویل، په کرکټ بورډ اداره کې د اصلاحاتو په موخه خپلې ژمنې عملي کوي.
د بورډ عمومي مشر زیاته کړه، دواړه کمېټې به په خپلو چارو کې خپلواکه وي او هېڅ قسم سیاسي فشار ته به پرې اجازه ورنه کړي.