۱۵ کلنې جنسي مینځې پر دې د تېري کوونکو نوملړ پولیسو ته سپارلی

د تخار پولیسو هغه ۱۵ کلنه جلۍ نیولې، چې د ځینو زورواکو او سیمه ییزو قوماندانو له لوري د جنسي مینځي په توګه کارول کېدله.

د تخار ولایت امنیه قوماندان نورمحمد حکیمي وايي، د زیانمې شوې جلۍ هویت په کره ډول معلوم نه دی او هغه ځان د کندوز ولایت معرفي کوي.

حکیمي سلام وطندار ته وویل، چې تورنې پولیسو ته پر هغې د تېري کوونکو نوملړ هم ورکړی دی.

د ده پر وینا دا جلۍ د هلکانو په جامو کې د جنسي غریزې ارضا په خاطر له یې سیمې بلې سیمې ته لېږدول کېدله.

په همدې حال کې د تخار ولایتي شورا غړي عصمت قرباني د مدني فعالانو او ولایتي شورا اعتراضیه غونډې ته وویل، پر زورواکو، سیمه ییزو مخورو او محلي قوماندانو سربېره یو شمېر پولیس افسرانو هم له دې جلۍ د جنسي غریزې ارضا له پاره کار اخیستی دی. 

یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام طندار ته وویل، چې دا جلۍ یو ځل اومینداره شوې هم ده، خو جنین یې سقط کړی دی.

په تخار کې مدني فعال او د پوهنتون استاد کریم دانش وایي، سیمه ییز چارواکي هڅه کوي، دا جلۍ کوم چا ته په نکاح او پر دغه جنایت برغولی کېږدي.  

دانش زیاتوي، له سیمه ییزو چارواکو یې غوښتي، چې د دې جلۍ دوسیه ډېر ژر څارنوالۍ ته ولېږي.  
دا جلۍ اوس د تخار په یو امن خونه کې ساتل کېږي او پولیس خبریالانو ته له هغې سره د خبرو اجازه نه ورکوي؛ خو د تخار امنیه قوماندان وایي، دې جلۍ د پولیس افسرانو نومونه پر هغې د جنسي تېري عاملانو په توګه نه دي یاد کړي. 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام