د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ موریچاق لرغونې کلا له دوو میاشتو وروسته امنیتي ځواکونو له وسله والو طالبانو ونیوله.
امنیتي چارواکي وايي، د موریچاق لرغونې کلا له نیولو وروسته یې په سیمه کې د خلکو له لوري پر ۱۵ زره جریبه ځمکه کرل شوی کوکنار هم له منځه وړي دي.
د لویدیځ ۵ سرحدي زون لوا قوماندان جمعه عدیل سلام وطندار ته وویل، چې وسله والو طالبانو دوه میاشتې مخکې د بالامرغاب ولسوالۍ په موریچاق سیمه برید وکړ او دا لروغونې کلا یې تر خپل کنترول لاندې راوستې وه.
د عدیل پر خبره، طالبانو بیا د کلا ټولې لرغونې برخې ویجاړې کړي او په کرنیزو ځمکو کوکنار کرل شوي دي.
د راپورونو له مخې دغه لرغونې کلا هغه مهال طالبانو ونیوله، چې ۴۰ سرتیري له اوږد مهالې کلابندۍ وروسته طالبانو ته تسلیم شول.
دا د بادغیس له ناامنو سیمو ده، چې یوه نیمه میاشت مخکې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال محی الدین غوري چورلکه هم په دې سیمه لوېدلې وه، چې نوموړی له څو نورو کسانو سره په کې ووژل شو.