.jpg)
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن چهارشنبه(ډسمبر۱۴مه) د عربي اماراتو ټيم ته د ۱۱ منډو په توپير ماته ورکړه.
د کرکټ ملي لوبډلې د لومړیو لوبه کوونکو لوبغاړو کریم جنت او فرید ملک د لوبې په مټ عربي اماراتو ته په لومړۍ ۲۰ اوریزه لوبه کې ماتې ورکولو سره په روانه لړۍ کې یې مخکیوالی ترلاسه کړ.
د "کریک انفو" ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، افغان کرکټ ملي لوبډلې مقابل ټيم ته ۱۶۱ هدف ټاکلی و، چې د عربي اماراتو د ټيم لوبغاړي يې په پوره کولو کې پاتې راغی.
د افغانستان لهپاره لومړۍ نړیواله ۲۰ اوریزه لوبه کوونکی لوبغاړی "ال راونډر" کریم جنت په ۲۵ منډو او ۳ ویکټو د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د ۳ نړیوالو ۲۰ اوریزه لوبو لومړۍ یې نن د دوبۍ په ګلوبل کرکټ اکاډمۍ لوبغالي کې ترسره شوه، چې پهکې د افغانستان لهپاره نجیبالله ځدران برید کوونکی لوبه وکړه.
نوموړي یواځې په ۱۰ بالونو ۳۱ منډې جوړې کړې، چې افغانستان د شهزاد محمدي د ۳۸ ، نبي عیسی خیل ۲۶، کریم جنت ۲۵ او په ۴ بالونو د راشد ارمان لخوا د ۱۴ منډو په مټ په پوره ۲۰ اورونو کی د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۱ منډې جوړې کړې.
له بل لوري بیا، عربي اماراتو هم ښکلې لوبه وکړه، خو په وار وار یې ویکټې له لاسه ورکړې ، ۱۱ منډې وروسته پاتې شو او د ۷ لوبغاړو په سوځیدو په ۱۵۱ منډو وتوانیده.

د کریم جنت د ۳ ویکټو ترڅنګ لومړۍ لوبه کوونکي فرید ملک په ۴ اورونو کې د ۲۱ منډو په ورکولو او راشد خان دوه دوه ویکټې ترلاسه کړې او په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.
په نننۍ بریا سره افغانستان د ۳ شل اوریزه لوبو په لړۍ کې یو د صفر بریا په وړاندې مخکیوالی ترلاسه کړ، چې دویمه لوبه به د جمعې په ورځ په دوبۍ کرکټ نړیوال لوبغالي کې ترسره کړي، چې ورته نن مشهوره لوبغاړي ګلبدین نایب هم ددغه هیواد ویزه ترلاسه کړه او دوبۍ ته روان شو.





