امنیه قوماندان له خلکو په زور پيسې اخلي

د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي، چې له څو ورځو راهیسې د دې ولایت د نوزاد ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد او د هغه یو شمېر کسان د پولیسو په جامو کې راځي او د دوي په ولسوالۍ کې له خلکو نه په زور تېل او پیسې اخلي.

د دې ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکي د هلمند مدني ټولنې ته په شکایت ورغلي او ادعا یې کړې ده، چې دا کار ورسره څو ځلې په مسلسل ډول تکرار شوې ده.

دوی وايي، د نوزاد ولسوالۍ له سقوط وروسته د دغې ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد په ګریشک ولسوالۍ کې مېشت دی، چې اوس یې کسانو د خلکو په ځورولو پیل کړی.

د ګریشک ولسوالۍ دغو اوسېدونکیو وویل، چې قوماندان محمد له شلو سرتېرو سره یوځای د تېلو یو پمپ ته لاړ؛ لومړی یې ورنه ۵۰ زره پاکستانۍ کلدارې وغوښتې او بیا یې ترې د ۳۰۰ لېټرو تې/لو غوښتنه وکړه،  چې پيسې ورکړل شوې؛ خو د تېلو له ورکولو د نه ورکولو په صورت کې د قوماندان له خوا ووهل شو.

دوی زیاتوي، هره ورځ او هر ساعت یو نه یو پولیس د تېلو پمپونو ته ورځي او په زور ترې لسګونه لېټره تېل غواړي.

د ګریشک ولسوالۍ دغه اوسېدونکی وایي، که دلته یې غږ وانه ا‌وري؛ نو تر ولسمشره پورې به ځان ورسوي. د دوی پر وینا، تر هغې چې د پولیسو له نوم نه په ګټې اخیستنې د غیرقانوني کارونو مخنیوی نه وي شوی؛ دوی خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

د هلمند مدني ټولنې مشر سردارمحمد همدرد هم د ګریشک ولسوالۍ د اوسېدونکیو شکایت پر ځای بولي، وایي چې یو شمېر کسان د پولیسو له یونیفورم نه ناوړه ګټه پورته کوي او په دې توګه د اولس او دولت ترمنځ واټن رامنځ ته کوي، خو هڅه به وکړي چې له ولایتي چارواکیو سره په ګډه دغه ستونزه حل کړي.  

خو د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد نېغ په نېغه دا نه مني، چې له خلکو په زور تېل او پیسې اخلی، خو یوازې دومره وایي چې له ځېنو پولیسو سره د دغو  خلکو جنجال رامنځ ته شوی و؛ خو د سیمې له مشرانو سره یې په دې اړه خبرې کړي او د اوس له پاره یې یاده ستونزه حل کړې ده. 

د ګریشک ولسوالۍ اوسېدونکي داسې مهال د پولیسو له ناوړه چلن نه شکایت کوي، چې څه موده مخکې هم ګڼ شمېر موټر چلوونکیو ادعا کړې وه، چې په لویو لارو کې ترې پولیس غیرقانوني پیسې اخلي، چې په دې تور د ۵ پولیسو له نیولو وروسته لا هم دا ستونزه نه ده حل شوې.
 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام