تېره ورځ د مشرانو جرګې ريیس فضل هادي مسلمیار کابل کې د روسيې سفیر الکساندر مانتېتسکي سره د لیدنې پر مهال له طالبانو نه د روسيې ملاتړ په کلکه رد کړ.
د دغو خبرو په غبرګون کې یو شمېر سناتورانو نن سه شنبې د (ډېسمبر پر ۶مه) په خپلې عمومي غونډې کې د طالبانو نه د روسيې د بشپړ ملاتړ په اړه اندېښنه وښودله.
سناتوران وايي، داسې اسناد او شواهد لري، چې په افغانستان کې روسیه له طالبانو پوځي ملاتړ کوي.
په دې اړه سناتور نثار احمد حارس ټینګار وکړ، چې د افغانستان مشرانو جرګې څو ځله له روسیې غوښتي دي، چې د یو دوست او ګاونډي په توګه له افغانستان سره مرسته وکړي.
ده زیاته کړه، چې روسیه دې له امریکا سره د اختلاف پر سر له طالبانو ملاتړ نه کوي.
د ده په خبره، روسیې باید د ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې د طالبانو د ملاتړ په پار له افغانستانه بښنه وغواړي.
بل سناتور محمد حسن هوتک بیا وايي، چې د الکساندر مانتېتسکي په شان اشخاصو د راغوښتلو په برخه کې دقت په کار دی. دی وايي، د روسیې سفیر باید د طالبانو څخه د نه ملاتړ په اړه ټول اسناد راوړي.
بل خوا د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار سناتورانو ته وویل، چې د راتلونکې شنبې پر ورځ به کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتېتسکي د مشرانو جرګې د کمېسیونو په ځانګړې غونډه کې ګډون وکړي.
مسلمیار زیاته کړه، چې د کمېسیونونو نور غړي هم کولی شي، په غونډه کې له طالبانو څخه د روسیې د ملاتړ په تړوا له مانتېتسکي پوښتنې وکړي.
ده زیاته کړه، چې د ځمکنۍ بشپړتیا په پار مجبور یو، چې دا ډول موضوعات تعقیب کړو او اړوند مسوولان د پوښتنې له پاره مجلس ته راواغوړو.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د فراه والي ویلي وو، چې روسیې طالبانو ته د ټانګ او چورلکو ضد راکېټونه په واک کې ورکړي دي.
دغه راز، په دې وروستیو کې د کندوز والي هم رسنیو ته ویلي، چې روسیه د تاجکستان له لارې افغان طالبانو ته پوځي تجهزارت لېږدوي. ده په اړه د ځېنو اسندونو او شواهدو ادعا هم کړې ده.