ګلبدین نایب او دولت ځدران بېرته د کرکټ ملي لوبډلې سره یوځای شول

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ګلبدین نایب او دولت ځدران به هم روانه میاشت د عربي اماراتو په کوربتوب سیالیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ګټه ولوبېږي.

د کرکټ بورډ مرستیال عمومي مشرحاجي عزیزالله فضلي سلام وطندار سره په خبرو کی وویل، ګلبدین نایب او دولت ځداران د افغانستان د کرکټ مهم لوبغاړي به د عربي اماراتو پر خلاف ۲۰ اوریزو سیالیو کې ولوبېږي.

ګلبدین نایب د وروستي ځل له پاره د هندوستان په کوربتوب د روان کال ۶م پړاو ۲۰ اوریزو کرکټ نړیوال جام سیالیو کې ولوبېد او خپله وروستۍ نړیواله ۵۰ اوریزه لوبه یې د روان کال په جولای میاشت کې په ایرلینډ کې د ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې پر خلاف وکړه او له هغې راهیسې د نامعلوم دلیل له کبله له کرکټ ملي لوبډلې څخه لرې شوی و.

دغه راز دولت ځدران بیا خپلې وروستۍ سیالۍ ۲ میاشتی مخکې د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې پر خلاف د ۳ پنځوس اوریزو لوبو په (سیریز) کې وکړې.

دیادونې وړ ده چې دولت ځدران د افغانستان کرکټ بورډ لخوا ملي لوبډلی ته په برابر شوي فیزیکل فټنس کمپ او دغه راز د احمد شاه ابدالي په ۴ ورځنیو سیالیو کی هم ګډون ونکړ.

د کرکټ بورډ مرستیال عزیز الله فضلي وویل، دولت ځدران د کورنۍ ستونزو له کبله په برابر شوي فزیکل فېټنس کمپ او د احمد شاه ابدالي په ۴ ورځنیو کورنیو کرکټ سیالیو کی ونه لوبېد.

د فضلي پر وینا، دولت ځدران د ۴ ورځنیو سیالیو په منځ کی په کابل کې و او راتلونکې اونۍ به د عربي اماراتو پر خلاف ۳ نړیوالو ۲۰ اوریزو کرکټ سیالیو کې د لوبېدو په موخه عربي اماراتو ته ولېږل شي.

نوموړي زیاته کړه، عربي اماراتو ته لېږل شوې ۱۷ کسیزه لوبډله یوازې د انګلستان (لاینز) لوبډلې پر خلاف ۴ ورځنۍ سیالۍ ته غوره شوي او د ۲۰ اوریزو لوبو له پاره به ډېر ژر بله لوبډله اعلان شي.

د کرکټ بورډ مرستیال عمومي مشر د فضل نیازي، منیر احمد او ضمیر خان په شمول د یو شمېر ښو لوبغاړیو په اړه وویل، چې دوی به د افغانستان په (الف) کرکټ ملي لوبډله کې د سیالیو له پاره زمبابوی ته ولېږل شي او د انګلستان لاینز پر خلاف غوره شوې ۱۷ کسیزه لوبډلې تر ټولو غوره لوبغاړي به په ملي لوبډله کې ولوبېږي.

ټاکل شوې ده، د افغانستان او انګلستان (الف) کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د ډېسمبر په ۷ مه نېټه پیلېدونکې ۴ ورځنۍ سیالۍ وروسته د ډېسمبر پر ۱۴ مه نېټه افغانستان له کوربه عربي اماراتو سره د ۳ شل اوریزو لوبو لړۍ پیل کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام